د اردو یو عسکر ته دوه لاسونه پیوند شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان په يو روغتون کې يو افغان پوځي ته دواړه لاسونه پیوند شول، چې د ډاکټرانو په خبره لا به یو کال نور هم معاينو ته اړتیا ولري.

دېرش کلن عبدالرحيم چې درې کاله وړاندې د ماین په وسیله ټپي او غبرګ لاسونه يې پرې شول، له پېښې څلور میاشتې وروسته هند ته ولاړ، خو ایله یو میاشت وړاندې پر دې بریالی شو، چې د لاسونو د پیوند لپاره کوم روغتون پیدا کړي.

د عبدالرحیم د عملیاتو ډاکټران وايي چې دوی نوموړي ته د هغه هندو لاسونه ور پيوند کړي دي چې د مغزې سکتې له امله مړ شوی و او لاسونه يې له دوی سره خوندي و.

د عبدالرحیم د عملیاتو ډاکټران وايي چې دوی نوموړي ته د هغه هندو لاسونه ور پيوند کړي دي چې د مغزې سکتې له امله مړ شوی و او لاسونه يې له دوی سره خوندي و.

نوموړي په کريلا ایالت کې په یوه روغتون کې داخله وکړه او د ډاکټرانو له پرلپسې هڅو وروسته د هغوی عملیات بريالي اعلان شول.

د عبدالرحیم د عملیاتو ډاکټران وايي چې دوی نوموړي ته د هغه هندو لاسونه ور پيوند کړي دي چې د مغزې سکتې له امله مړ شوی و او لاسونه يې له دوی سره خوندي و.

د دوی په خبره دې عملیاتو د نږدې لسو ډاکټرانو په ګډون ۱۵ ساعته دوام وکړ، چې په پایله کې دوی پر دې وتوانېدل چې نوموړي ته پر دې لاسونو د سپکو کارونو اجازه ورکړي.

دا لومړی افغان عسکر دی چې د هندو لاسونه په ښه ورغلل او یو ځل بیا د لاسونو خاوند شو.

 دا لومړی افغان عسکر دی چې د هندو لاسونه په ښه ورغلل او یو ځل بیا د لاسونو خاوند شو.


دا لومړی افغان عسکر دی چې د هندو لاسونه په ښه ورغلل او یو ځل بیا د لاسونو خاوند شو.

تر دې وړاندې ځينو لویديځو رسنیو داسې راپورونه ورکړي و چې ګڼ هغه افغان عسکر چې په جګړو کې يې د بدن ځينې غړي له لاسه ورکړي تیار ماسختن د ښارونو په کوڅو کې سوال کوي.

د نیويارک ټايمز د راپور له مخې د یوې ډیري محتاطي اندازې سره سم د ملي اردو او ملي پولیسو د معیوبینو شمېر تر ۱۳۰،۰۰۰ اوښتی، چې په هغو کې یې ۴۰۰۰۰ زره داسي دي چې اعضاء یې کاملا پرې شوي، دا احصائیه د حکومت د هغو لیستونو پر اساس ورکړه شوي کومو ته چې حکومت خپل مهانه معاش اوس هم ورکوي، او ډیری داسي معیوبین شته چې هغوی ته خپل حق نه رسیږي، او معاش نه ورکول کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د