نړۍ

نوشهره: د عوامي نیشنل ګوند پر جلسې باندي چاودنه کې ۶ کسه مړه او شل نور ټپیان شول

peshawer police stationsد خیبر پښتونخوا په ښار نوشهره کې د نیشنل عوامي ګونډ د جلسې وروسته چي کله خلګ د جلسې د ځای څخه را وتل چاودنه پر وشوه، چي له کبله یې د پولیسو او ځايي چارواکو په وینا شپږ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول.
د پولیسو په وینا بم په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی وو، چي د جلسې ځای ته نیژدې درول سوی وو، او کله چي د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی د هلیکوپتر په واسطه د جلسې څخه ولاړ، او خلګو د جلسې د ځای څخه را وتل شروع کړل، نو په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی بم وچاودېد.

د چاودني وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې، او څوک نه پریږدي چي نیژدې ورسي، او د چاودني سره هم مهال امدادي ټیمونه سیمي ته ورسیدل، او مړي او ټپیان یې یو روغتون ته ورسول.
په جلسه کې ځینو ګډونوالو تور لګولی چي د چاودني وروسته مخکي له دې چي د بم خنثا کولو او شواهد را ټولولو عمله را ورسیږي، د چاودني سیمه پریمنځل شوه، خو پولیسو د هغوی وینا رد کړې، او ویلي چي دوی د موټر سایکل په ګډون نور ټول شواهد را ټول کړي، او په دې اړه به نور څیړني کوي.
د پولیسو په وینا په چاودنه کې د ۲ څخه تر ۳ کلو چاودېدونکي توکي استخدام شوې وه.
د خیبرپښتونخوا وزیر لیاقت شباب د رسنیو سره په خبرو کې وویل چي د پولیسو د ښه انتظاماتو له کبله د مړو او ټپيانو شمېر کم وو، ځکه که دا چاودېدونکي توکي د جلسې دننه ځای ته وړل شوې وای، هلته به یې زیاته مرګ ژوبله را منځته کړې وای.
د بلي خوا د عوامي نیشنل ګوند سناتور زاهد خان وویل چي برید کونکی تر خپل هدفه ونه رسید، خو غوښتنه یې کړې چي دا باید معلومه سي چي اخیر دا موټر سایکل دلته درولی چا وو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x