افغانستان

ميدان وردګ ـ قومي مخور: دولت مو په زور د اربکيانو ورکړې ته اړ کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالي قومي مشران وايي چې د ګډ حکومت سیمه ییزه اداره يې په زور دې ته اړ کوي چې باید د طالبانو پر وړاندې جګړې ته تیار شي او د اربکیانو په نوم په کلیو کې پوستې جوړې کړي.

د دوی په خبره دوی له طالبانو سره هیڅ ستونزه نه لري او نه غواړي په لوی لاس خپلې ارامې سیمې ته د خپل منځي جګړې اور یوسي، خو په وینا يې د ميدان وردګو ولایت امنیه قومنداني پر دوی فشار راوړي او وايي چې باید هرو مرو اربکیان ورکړي.

د جلګې یو تن قومي مخور د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې دوی په نورو سیمو کې د اربکیانو پایلې لیدلې دي، د دوی په خبره دوی مرګ ته تیار دي خو په سیمه کې به اربکیان ونه مني.

د دې سرچينې په قول د جلګې قومي مشران څو ځلې ولایت ته ور غوښتل شوي دي او د والي په ګډون لوړپوړو چارواکو ورته ویلي چې تاسې د «ملي پاڅون» په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي موږ به مو بشپړ تمویل لاس در وغځوو.

د دوی په قول د والي ویاند عطاالله خوږياڼي هر قومي مشر ګوښې ته کړی او هغوی ته يې د وسلو، پیسو او مهماتو لويې ژمنې ورکړې دي، خو د دوی په قول قومي مخور هیڅکله هم پخپله سیمه کې د اربکيانو جوړولو ته تیار نه شول.

د دې ولسوالي یو بل قومي مخور بیا وايي چې د میدان وردګو ولایت امنيتي مسوولین د دوی له انکار راهیسې له دوی سره سم چلند نه کوي او په قول يې د دې سیمې هغو اوسېدونکو ته چې خپلو ماشومانو ته تذکرې جوړوي هم اجازه نه ورکول کېږي.

جلګه په میدان ودرګو کې هغه ولسوالي ده، چې ډېره برخه يې د طالبانو په لاس کې ده او خلک يې ورسره په خوښ برېښي، خو د ميدان وردګو ولایت سید اباد بیا هغه ولسوالي ده چې د کابل – کندهار لویه لاره پکې تېره شوي او تر لسو ډېرې داربکیانو پوستې پکې پرتې دي، د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې اربکیان په نیمه شپه کې پر کورونو ور خېژي، غلاوې کوي، په بېلابېلو پلمو خلک ځوروي او ان د دوی عزت ته لاس اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x