افغانستان

آی ایس آی د ملي امنیت کارکوونکو ته روزنه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د پاکستان له استخباراتي ادارې، آی ایس آی سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو یو تفاهمنامه لاسلیک کړې ده. د دې هوکړه لیک پر بنسټ ویل شوي چې دواړه ادارې به د «دښمن» له استخباراتو سره ګډه مبارزه کوي.

د دې هوکړه لیک له مخې به د پاکستان د آی ایس آی کارمندان د ملي امنیت ادارې کار کوونکو ته روزنه ورکوي.

دغه هوکړه لیک د افغانستان له لورې د ملي امنیت دویم مرستیال لاسلیک کړی دی.

ځینو باوري سرچینو په ډاګه کړې ده چې هوکړه لیک دوې ورځې وړاندې لاسلیک شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تل ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا د پاکستان څارګره اداره لاس لري.

د ولسمشر اشرف غني ویاند دغه هوکړه لیک یوه اړتیا ګڼي.

عابدي زیاتوي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو هوکړه لیک څه نوې خبره نه ده. پخوا هم دواړو ادارو دغسې تفاهمونه درلودل. اوس به د دواړو اړخونو ډېره پاملرنه د ترهګرۍ پر ضد مشترې مبارزې ته ځانګړې پاملرنه وي».

تر دې وړاندې هم د سیاسي چارو کارپوهانوداسې نظرونه ورکړي و، چې د پاکستان څارګره اداره د افغان ګډ حکومت په راتګ په افغان زندانونو کې د پوښتنو او ګروېږنو حق لري او ان د خپلې خوښې زندانیان له ځان سره وړلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کمال

الله پاک به همدغه شرم هم ورنصیب کړي،چې له يوې خوا دیرغلکرو غلامي پدژ پټوي چې موږ دپاکستان پرضد چګړه کوو اوله بلې خو دای اس ای له خوا روزنه ورکول کیږي،غلامي غلامي ده چي څوک فطرتاغلام شي بیا دهرچا غلامي کوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x