نظــر

شتمن عربان او د میانمار مسلمانان

 بخت الرحمن بخت

له تیرو ورځو راهیسي له مختلفو نړیوالو او کورنیو خبري رسنیو څخه مي وار وار تر غوږ د اخبره تیریږي چې د برما د میانمار څخه تیښتیدلي ۵۸۴ مهاجر روهنګیي مسلما نان د سمندر په منځ کې پاته د ي.

دغه روهنګي مسلمانان د برما د بودایی حکومت له ظلم او بربریت څخه مخ د مسلمانانو په لور هجرت کړي د ي خو نړئ کې د ومره مسلمانان اوس نه د ي پاتي چې د غو مهاجرو مسلمانانو ته سرپناه ورکړي د دغو مسلمانانو د بچیانو برسر باندي د شفقت لاس را تیر کړي د لوږي تندي او بیچارګئ پوښتنه یی وکړي.

لوږه تنده خو پریږده د دغو د ر بدرو مسلمانانو بیچارکئ ته خو د ي څوک نه ګوري، د ومره خو د ي وکړی چې د غو خلګوته ژوند ورکړي، د غه تش په نامه د مسلمانانو حکمرانان به هره ورځ له خلپو علماؤ څخه د قران العظیم الشان د غه ایات مبارک اوري او که یی له علماؤ څخه نه اوري د خپل صحت د چیک اپ او معایني لپاره خو د غه ښاغلي هر د وهمه ورځ روغتون ته روان وي هر روغتون کې کوم د یواله باندی د غه ایات مبارک لیکل شوی وي ( ومن احیاها فکانما احیا الناس جمیعا) چا چې یو بشر ته ژوند ورکړ له ټول بشریت ته چې یی ژوند ورو بخښی د غه مهاجر مسلمانان خو له څو ورځو راهیسي د سمندر په منځ کې محاصره د ي د پناه او هجرت ځای نه لري، امریکا او اروپا خو یی ځکه نه قبوله وي او نه یی پریږدي چې د غه کډوال د رزق او روزي په تلاش نه د ي را وتلي د رزق او روزي په لټه کی یی میانما ر نه د ي پریښی، کچیري د غو مسلمانانو د ښه ژوند په تمه اویا د کسب او کار په لټه میانمار پریښي وای بیا به تاسو د ملګروملتونو او امریکا او اروپا چیغي اوریدلی وای.

که چیري د غو مسلمانانو له خپلي سیمي څخه د دي لپاره کډي کړی وای چی هلته یی شرعي نظام سره ځانونه نشوای عیارولی هلته یی له نورو مسلمانانو څخه سر ټکولی وای بیا به تاسو، د غه تش په نامه د بشر د وستان لیدلي وای چې د دوي په حق کې یی څومره کمپاین کاوو، بیا به تاسو امریکا او اروپا هم لیدلي وای چی د دغو کسانو په وړاندي یی خپله غیږه تر کومه حده خلاصه وله.

خونن چې د غو مسلمانانو پر د ین غیرت کړي د ي د خپل د ین او ایمان د حفاظت او ساتني لپاره یی هرڅه تر شا پریښیی د ي د برما بودایی حکومت د غو مسلمانانو ته صرف د دي لپاره سزا ورکوي اوددي لپاره یی ژوندي تر خاورو لاندي کوي چې د غه پردین مین مسلمانان د ي نور ورسره هیڅ د ښمني اوبدي نه لري.

خو افسوس سل واري افسوس چې نن د غو مسلمانانو د خپلو نورو همدینه او هم مذهبه مسلمانانو په لور کډي بار کړی د ي له تیرو څو ورځو راهیسي په سمندر کې د مرک انتظار باسي خو د نړي په ( 1.57 )بلیونو مسلمانانو کې د اسي څوک پیدا نشو چې د دغو مسلمانانو ناره واوري او د سر پناه ځای ورکړي.

ما مخکي د اخبره تکرار کړه کچیري د غه مسلمانان اوس هم د دغه سمندر په منځ کې له مسلمانانو څخه سر و ټکوي او له کفارو څخه د پناه او نجات تمه وکړي بیا به تاسو وویني چې د نړي کفار په څومره بیړه د دغو د نجات او پناه لپاره ور د انګي.

نن مونږ وینو چې د مسلمانانو حکمرانان پادشاهان یواځي د خپل واک او قدرت د ساتلو لپاره په اربو روپي مصرفونه کوي د قومونو او هیوادونو پر چارو باندي د منګلو ټینګولو لپاره یی ورور له ورور سره په مختلفونومونو باندي په جنګ اخته کړي د ي.

د اسلامی نړي مشرانو د میانمار روهنګي مسلمانانو ته خداي د غه سمندر کې هم نجات ورکولای شي الله به په خپله فراخه د نیا کې ورته فراخ ژوند ورنصیب کړي ځکه چې لوي الله ورسره په خپل ستر کتاب کې وعده کړي د ه (من یهاجر فی سبیل الله یجد فی الارض مراغما کثیرا وسعه)

خو افسوس راته د لته د ریږي چې تاسو ولي د ومره بی حسه یاست د رکي ولي د ومره د رد نشته د الله پر پراخه نړئ خو نن تاسو خیټه اچولي الله جل جلاله خو د غه خپله سمسوره او زرخیزه د ینا ستاسو په واک کې د رکړي، پوه شي چې الله پاک په امتحان او ابتلا کې اچولي یاست تر څو وګوري چې تاسو څومره حس لري تر کومه حده پوري د خپلو مسلمانانو وروڼو په د رد او غم باندي غم کوي، الله ویني چی نن ۵۸۴ مسلمانانو د هغه پر د ین باندي غیرت کړی د ي د سمندر په منځ کې د مرګ انتظار باسي د الله په توکل باندي را وتلي تاسو لور ته سترګي رڼي کړي د ه.

خو تاسو د خپل واک او قدرت د ټینګولو لپاره هره ورځ په ملیارډونو روپی مصرفوي خو د دغه مسلمانانو چیغي او فریاد نه اوري.

سعودي پادشاهانو ډیر پراخي سیمي لري ډیر پراخ وطن الله پاک ستاسو په واک کې د رکړي د ي الله د رته ټولي شاړي او د ښتي زرګرځولي د ي.

دهیواد سیمي مو ډیري پراخي او وګړي مو ډیر کم د ي په خاوره کې مو تر اصلي باشنده وو مسافر زیات د ي وسائل مو زیات او نفوس مو کم د ي.

لږ همت وکړي د غه سمندرکي محاصره او راګیر خلګ د یوي الوتکي خلګ د ي، ورشي یوه الوتکه ور ولیږي د غه د بلا په خوله کې راګیر روهنګي مسلمانان چې یوازي پر د ین او ایمان باندی یی د دغي بلا په خوله کې ځانونه ورکړی د ي نجات ورکړي.

پروا نه لري هغه خورما چې تاسو یی هرکال ځیني اسلامي هیوادونو ته د روژي د میاشتي لپاره لیږي د هغو هیوادونو وګړي به سږ کال روژه په بل شي ماته کړي تاسو سږکال د روژي د خورما روپي د روهنګي مسلمانانوپر سرپناه باندي مصرف کړي، مسلمانان په د ر څخه هیڅ ګیله ونه کړي.

لږ څه پردغو مسلمانانو باندي غیرت وکړي د غه مسلمانان په سخت بد حالت کې د ي د دغو مسلمانانو بد حالت د نړي د اسلامي هیوادونو د مشرانو لپاره لوي امتحان او ابتلا د ه.

تیره ورځ د غه خلګ د اندونیشا هیواد ساحل ته نژدي شوی وو، د دغه هیواد د ساحلي پولیسو له لوري بیرته د سمندر په لوري ګرځول شوي وو.

نن سهار مي خبر واوریدي د اندونیشیا د کډوالو چارو د اداري یو چارواکي لیکلي وو چې د غه خلګ وایی زمونږ په سمندر کې مرګ قبول د ي، غواړو چې سمندر کې ډوب او مړه شو خو میانمار ته بیرته نه ځو وایی چې کله مونږ ورته خبره وکړه چی مونږ تاسو بیرته میانمارته لیږو وایی د دغو کډوالو د ماشومانو له خولي څخه بی اختیاره چیغي ووتي، ناري یی کړي مرګ مو قبول د ي خو میانمار ته بیرته نه ځو.

که څه هم د برما د مسلمانانو غم د ټول اسلامي امت غم د ي، د اچي ما خپلي لیکني ته ( شتمن عربان او د برما مسلمانان ) عنوان ورکړي د ي، له د ي څخه مي مطلب د ادي چې عرب نسبتا نورو مسلمانانو ته شتمن هم د ي اوبل وګړي یی کم او ځمکي یی پراخي د ي په ډیره اساني سره کولای شي چې د برما مسلمانان په خپلوهیوادونو کې ځاي پر ځاي کړي.

مونږ وینو ځیني عربي هیوادونه کې د هغو هیوادونو د اصلي باشنده ګانو په پرتله د نورو هیوادونو خلګ ډیر وي، ځګه چې د غه هیوادونه خلګو ته ضرورت لري، نوداچي د فلپین او سریلنکا خلګو ته مو خپلو خاورو کې د روزګار مواقع ورکړي د ي.

لږ د ي ایماني او مسلماني غیرت هم وکړي د غه سمندرکي راګیر مسلمانانو ته د ي صرف د خپلو هیوادونه په صحراوو او شاړو کې څو خیمي ودروي نور د غه خلګ له تاسو څخه هیڅ نه غواړي هرڅه ځان ته خپله پیداکوي، کومه خورما چې مونږ ته رالیږي مونږ یی نه کوو سږکال د ي د دغي خورما په بیسو باندي هغوته خیمي رانیسي.

نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

وافعا د برما د مسلمانانو سره کومک د هر مسلمان دنده ده خو د عربو دا شتمن امیران زیات مسوول دی

مجاهد

الله دي ورحميزي

شهاب

په نری کی خو داسلامی دولت په نامه سه نشته که دی هم نو هسی په نامه که نه دمرسی دحکومت په چپه کولو کی خو همدغو شته منو عربانو له هری بلی دلی زیات رول ولوباوه او قابل السیسی ته یی له بل هر غربی دولت سخه زیات مالی مرسته وکره نو نن چه دا مسلمانان داسلام په له خپله هیواده مجبوریری چه وتشتی زه فکر کوم چه بیا به هم ددی شته منو لاس په کی وی تر سو بیا لدی وروسته سو ک هم په اسلام غیرت ونکری اونه هم داسلام لپاره قربانی ته حاضرشی نو الله… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x