نړۍ

امریکايي سناتور: د قرآن کریم سوځولو وروسته اوباما نه بلکي افغانانو باید بخښنه غوښتې وای

Rick-Santorumنن ټکی آسیا: د امریکا د جمهوري ګوند یو مشر ریک سنټورم چي غواړي د امریکا په راتلونکي ټاکنو کې د اوباما په ضد ودریږي، ویلي چي اوباما باید د افغانانو څخه د قرآن کریم په سوځولو بخښنه نه وای غوښتې، بلکي افغانانو باید د امریکا څخه بخښنه غوښتې واي، چي د قرآن کریم د سوځولو په خلاف یې سخت رد عمل څرګند کړ، او د پولیسو او فوځ په یونیفارم کې امریکايي عسکر ووژل.
نومړي د ای بي سي نیوز چینل سره په مرکه کې تېره ورځ وویل: امریکایانو چي کوم کار وکړ، هغه یو غلطي وه، او قصدا یې نه وه کړې، خو افغاني عسکرو چي کوم امریکایان په ډزو ووژل هغه قصدا وه، او غلطي نه وه.

د یادوني وړ ده چي د تیرو اوو ورځو راهیسي په افغانستان کې د امریکایانو په خلاف ولس را پاڅیدلی او د بګرام په هوايي ډګر کې د امریکایانو له خوا د قرآن کریم د سوځولو په خلاف مظاهرې کوې، چي په دغو مظاهرو کې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي، او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
او ددې مظاهرو په لړ کې ګڼ شمېر امریکايي عسکر هم مړه او ټپيان شوي دي.
نومړي وویل: چي ددې رد عمل باید داسي وای چي د افغانستان ولس مشر حامد کرزي، او د افغانستان خلکو د امریکا څخه بخښنه غوښتې واي، ځکه چي دوی زمونږ عسکر را ووژل، او د یو وړې غلطی په ضد یې غټ رد عمل څرګند کړ.
هغه وړاندي وویل: د ولس مشر اوباما بخښنه غوښتل دا څرګنده وي چي مونږ غلطي کړې، او ځان ګناه ګار بولو.
ریک سنټورم د امریکا د جمهوریانو وروستی غړی دی چي د اوباما له خوا د افغانانو څخه د بخښني غوښتي په ضد څرګندوني کوي، ددې تر مخه د دغې ډلي نورو مشرانو هم پر اوباما د همدې امله نیوکي کړي وې.
دوی وايي چي باید اوباما، وزیر دفاع او په افغانستان کې د امریکا نورو چارواکو باید د قرآن کریم د سوځولو په ضد بخښنه نه وای غوښتې، ځکه چي امریکایانو دا کار قصدا نه وو کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x