نړۍ

د سهار لمانځه پر مهال د نبوي مسجد پر امام برید کونکی نفسیاتي مریض وو – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د مدینې منورې د پولیسو ویاند هغه ویډیو سمه وبلله چې له تیري ورځي راهیسي په ټولنیزو پاڼو کې نشریږي، او په کې ښودل کیږي چې یو کس تیره ورځ د سهار لمانځه پر مهال د نبوي مسجد پر امام شیخ علي الحذیفي باندې د برید کولو هڅه کوي.

خو د پولیسو ویاند ویلي چې برید کونکی یو سعودي تبعه نفسیاتي مریض وو، د سهار د لمانځه پر مهال کله چې شیخ حذیفي دوهم رکعت کې تلاوت کوی، هغه ډیر متاثره شو، اعصاب یې له لاسه ورکړه، په چیغو یې پیل وکړ، او ځان یې په لومړیو صفونو کې دوري دوري اچوی، او پولیس دې ته اړ شول چې نوموړی قابو کړي، او د نبوي مسجد د امام او نورو لمونځ کونکو ژوند خوندي کړي.

نوموړي ویل چې تر تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چې هغه یو نفسیاتي مریض دی، او له ډیره وخته په روغتون کې تر علاج لاندي دی، او اوس هم خپل روغتون ته د علاج د ادامې لپاره وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x