افغانستان

ميدان وردګ: بهرنیانو د ټانګ تر تخریب وروسته ولسي وګړي بمبار کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د ميدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالي کې د بهرنیانو ټانګ پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو.

سیمې ته څېرمه عينې شاهدان وايي چې د ټانګ پرزې تر لرې سیمو رسېدلې دي او په ګمان يې ښايي پکې سپاره کسان ټول له منځه تللي وي.

له چاودنې وروسته سیمې ته د بهرنیانو چورلکې رسېدلې دي، چې شش قلعه سیمه کې يې بمباري هم کړې ده.

د شش قلعې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې د زیانمن شويو کسانو د لېږد لپاره په سیمه کې دوه چورلکې ښکته شولې، چې وروسته يې په ياده سیمه بمبار وکړ او په يو کور کې يې یو کلیوال شهيد او ګڼ نور ټپیان کړل.

طالبانو د چاودنې مسوولیت منلی او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په ټانګ کې سپاره کسان يې ټول له منځه وړي او په خبره يې د لېږد لپاره يې سیمې ته چورلکې رارسېدلې دي.

مجاهد وايي چې د دوی کسانو ته زيان نه دی اوښتی، خو د بهرنیانو په بمبار کې د یو کور یو تن شهید شوی او څو تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې دی چې د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د ملکي تلفاتو مخ زياتېدونکې شمېره اندېښموونکې بلل شوې او د ولسي وګړو په ګډون ګڼو بنسټونو د جګړې په دواړو لوریو غږ کړی چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې هڅې وکړي.

یاده دې وي د ۲۰۱۴ ميلادي کال سره جوخت د بهرنیانو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی، خو لا هم په ګڼو عملياتو کې بهرنی هوايي او ځمکنی ملاتړ د افغان عسکرو د تکیې وسیلې بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x