
امریکا: د ډزو په تبادله کې نهه کسان وژل شوي، ۱۸ ټپيان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا په ټکساس ایالت کې د مافیايي بدمعاشانو تر منځ د ډزو په تبادله کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شویدي.
د تفصیلاتو سره سم د ټکساس ایالت په واکو ښار کې د یوه ریسټورانټ مخته د درو مختلفو ګروپونو تر منځ جګړه را منځته شول، چې لومړی د چړو او لرګیو په واسطه پیل شول، او بیا تر ډزو ورسیدل، او په پایله کې یاده مرګ ژوبله واوښته.
د سیمي د پولیسو مشر ویلي چې تر جګړې وروسته دوی د پيښي له ځایه ۱۰۰ قطعې وسله را ټوله کړه، چې په هغه کې لرګي، چړي، او توفنګچې شاملي دي.
پولیسو ویلي چې د جګړې په ترڅ کې یو شمېر ددوی عسکر هم ټپيان شوي دي.
واکو ښار د تکساس ایالت په جنوب کې پروت دی، او د اوسیدونکی شمېر یې ۱۲۹زره ښودل شوی.