یمن: د اوربند تر ختمېدو وروسته سعودي یو ځل بیا بمبار پيل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي په مشري د عربي هیوادونو ایتلافي الوتکو نن یو ځل بیا په یمن باندي بمبار پیل کړی.

په یمن کې د تیرو ۵ وروځو راهیسي نسبتا وروسته تر هغه ارامي جوړه شوې وه کله چي د ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو مؤسسو د بشري مرستو د رسولو په خاطر د جګړې د ټولو لوریو څخه د اوربند غوښتنه کړې وه.

دفرانس پریس خبري اژانس په وینا سعودي ځواکونو د عدن هوايي ډګر ته نیژدې او دوه نورو سیمو کې تیره شپه ناوخته بمبارۍ وکړې.

بل خوا د یمني پوځ ویاند د یمن رسمي اژانس ته ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د استازي اسماعیل ولد الشیخ له خوا د اوربند د غځېدو غوښتنه مني او په سعودي هم غږ کوي چې دغه اوربند نور هم وغځوي، تر څو یمن ته بشري کومکونه ورسیږي.

باید وویل شي چې د تیري سې شنبې د ورځي څخه په یمن کې د اوربند اعلان شوی وو، چې تیره شپه ناوخته رسما پای ته ورسید.

بل خوا بشري مرستندویه ادارو ویلي چې په پنځه ورځو کې د یمن خلکو ته چې شمېر یې ۲۵ ملیونو ته رسیږي، بشري کومکونه نه شي رسیدلای.

د دغو ادارو په وینا د یمن د جګړې له کبله ۳۰۰ زره کسان د خپلو کورونو څخه هجرت ته اړ شوي، او دا مهال ۱۲ ملیونه انسانان د غذا د کمښت سره مخ دي.

په یمن کې وروسته تر هغه د سعودي په مشري ایتلاف بمبار پیل کړ، کله چې په دغه هیواد کې د حوثي ملیشو د منصور هادي عبد ربه پر حکومت باندي انقلاب وکړ.

دغه بمبار چې د تیري میلادي میاشتي مارچ د ۲۶ څخه پيل شوي، د کتونکو په نظر یې تر اوسه په ځمکه کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د