افغانستان

ولسي جرګې د «نا امنیو» اړوند د «ټاکڼو خپلواک کمیسیون» مشر استجواب کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن خپلې عمومي غونډې ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی ور غوښتی و.

د ولسي جرګې غړي وايي چې په هېواد کې د ټولو نا امنیو اصلي جرړه د تېر کال ټاکنې دي او د دوی په خبره د دې ټاکنو په پایلو کې د ټاکنو کمیسیون درغلي کړې ده چې په اړه يې ښاغلی نورستانی مسوول دی.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ځينو وکيلانو د ټاکنیزو ناندریو او په هېواد کې د روانو حالاتو اړوند د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشرانو را بلل د هغوی په رسمیت پېژندل بللي دي او ويې ویل چې دوی باید دغه «خاین ارګان» د دې وړ ونه بولي چې ان د جرګې غونډې ته را وغوښتل شي.

د وکیلانو تر منځ د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو د رابللو پر سر ناندرۍ تر دې اندازې ورسېدې، چې د څو دقیقو لپاره له غونډي نه ژوندی جريان خپرول پرې شو او وروسته بېرته د غونډې د سمون هڅې وشوې.

په دې ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وویل چې که څه هم د ګډ حکومت د مشر اشرف غني دویم مرستیال د پارلماني ټاکنو اړوند ويلي چې راتلونکی کال به ترسره کېږي، خو دوی حاضر دي چې سږ کال دغه ټاکنې ترسره کړي، خو که په مالي برخه کې ورسره مرسته وشي.

بل لور ته بیا هغو نړیوالو بنسټونو چې د افغانستان د ټاکنو لګښت پر غاړه لري ګواښ کړی، چې که تر ټاکنو وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون کمیسیون منظم او نشي او په کار پیل ونه کړي، دوی به تر هغو خپلې مرستې وځنډوي.

ورسره جوخت د ګډ حکومت اجرايوي ریاست د نړیوالو بنسټونو دغه اقدام ستایلی او ويلي يې دي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون تر کمیسیون وړاندې له دوی سره مرستې بې معنی دی.

د اجرايوي ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ويلي چې دوی د نړیوالو د دې اقدام هرکلی کوي او په خبره يې د ټاکنیزو کمیسیونونو سره د مرستې پر ځای باید د هغوی د سمون له کمیسیون سره مرسته وشي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د جوړ شوي پنځه لس کسیز کیمسیون مشر د اجرايوي رییس عبدالله عبدالله د ټاکنیزو منډو ترړو ملاتړی جانداد سپین غر دی، چې تر دې وړاندې اشرف غني شکریه بارکزۍ پر دې پوسټ ټاکلې وه، خو عبدالله عبدالله له دندې ګوښه کړه.

بل اړخ ته بيا د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي چې د ټاکنو د لګښت برابرول د دولت دنده ده، چې که چېرته دغه لګښت برابر نه شي، دوی د ټاکنو د ترسره کېدو وس نه لري.

یاده دې وي د تېر کال د ناندریزو ټاکنو له تېرېدو وروسته د ډيموکراسي دې مهم اړخ په افغان ولس کې پاتې ارزښت هم له لاسه ورکړی او نږدې ټول افغانان د ټاکنو پر پروسې کوم اعتماد نه لري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړی به نه پخپله او نه هم خپله کورنۍ د رایو تر صندوقونو ستومانه کړي، په خبره يې دوی ته په تېرو کلونو کې معلومه شوه، چې ټاکنې یوازې د خلکو د غولولو پروسه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پردیس

زما په اند د هیواد تر بشپړی خپلواکی تر لاسه کولو نه انتخاباتو او نه هم دومره لګښتونو او نه هم د خلکو غولولو او کړولو ته اړتیا شته. صرف د جان کیری دوه طرفه ټکټ پکار دی چی چمتو او را وبلل شی. دتیر پارلمان څخه مو که کومه مفیده کړنه لیدلی وی نو یقین وکړی چی
دا به یوه تصادفی پیښه وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x