نظــر

آیا په رښتیا د افغان لاریونونو تر شا پردي لاسونه دي؟

Afghan-men-shout-anti-U.S-slogans-in-Jalalabad-February-22-2012له یوې اونۍ را په دیخوا په ګرانهېواد کې دولسي لاریونونو توندې څپې ورځ تر بلې دلاپیاوړتیا په لوري له ګامونواخیستو سره یو ځای دتاوتریخوالي کچه هم له ځانه سره مخ په وړاندې بیايي، هو! دغه لاریونونو دهغه کرغېړنې کړنې له توسنه سرونه را پورته کړل، کوم چې ځناورو امریکایانو د بګرام په هوايي ډګر کې لاس پرې پورې کړ، دنړۍ دنېږدې دوه ملیارده مسلمانانو سپېڅلي او پاک آسماني کتاب قرآن کریم ته يې دټولو اسلامي، انساني، نړیوالو او سیمه ایزو قوانینو، دودونو او رواجونو پرخلاف اور ورته کړ، او کله يې چې دافغان غیرتي ولس دغوسې او پر دیني ارزښتونو دننګ توپاني څپې وليدي سمدستي یې دبښنې غوښتلو لړۍ رامخې ته کړه، سهار یې یو بښنه غواړي او بیګاه یې بل!

مګر دغه رنګه برسیرنې او پوچې بښنې افغان ولس په دغه لسو کلونو کې څو څو ځله آزمایلې دي، او په دې رسېدلی دی چې زبون وهلی او پریوتی غلیم یوازې اویوازې ددې لپاره بښنې غواړې تر څو دولس دغوسې په ګرمو او سرو لمبو اوبه تویې کړي او بس، ځکه څو څو ځله داسې شوي، نیواکګروځناورتوبونه تر سره کړي، بیا یې دبښنو په غوښتلو سره دمجرمینو دمحاکمې او په سزارسولو پوچې ژمنې هم کړې دي, مګر یوه یې هم نه ده پلې کړې، ځکه خو اوس ولس ددوی بښنې غوښتلو ته کوم ارزښت نه ورکوي.

داخو دنیواکګرو دبښنې غوښتلو په اړه، راغله خبره دا چې آیا دغه لاریونونه په رښتیاهم دپردیو له غوښتنو او یا دهغوی له خوښې سره سم تر سره کېږي او که څنګه؟

 لومړی دا خبره باید په ډاګه شي که څه هم چې ټول پرې پوهېږي، چې دکابل لاسپوڅې تش په نامه واکمني په دغه لسو کلونو کې پرته له دې چې خپل جیبونه ډک کړي، دولس ویني وزبېښي، دیني ارزښتونه او ملي ویاړونه پر نیواکګرو وپلوري، بل څه یې نه دي کړي، هره ورځ یې یا په وزارتونو سره جنګ وي، یایې ولسي جرګو ته دغړیتوب پر سر سره اخ ډب نښلولی وي، او دا ټول ددې لپاره تر څو هریو خپل جیب له نورو نه ښه ډک کړي!

ددې تر څنګ نیواکګرو هم داسې ستر ستر جنایتونو ته وخت په وخت لاس اچولی چې په هېڅ ډول دزغملو نه دي،نو ځکه خو اوس دولس دقهر څپې په ځوښ راغلې دي، او ګوډاګیان ددې لپاره چې پرخپلو درغلیو، خیانتونواو کمزوریو يې پرده اچولي وي، ولس په دې تورنوي چې ګواکې دنورو په اشاره په لاریونونو کې تاوتریخوالی رامنځ ته کوي!

 ډېر دتعجب ځای دی چې په افغان ولس کې او هغه هم په کلیو او بانډو کې پردیو دومره کار کړی وي چې په یو څو ورځو کې دهېواد په لراوبر کې ټول ولس لارو او کوڅو ته را وباسي! که خبره داسې وي بیا نو خودغه دکابل تش په نامه واکمني هسې دخپل هېواد او ولس چېغې وهي! ځکه ولس ددوی نه دی!ولس له دوی نه پردی دی! که افغان غیرتي ولس دومره بې غیرته وای چې دهر چا ببولالوته يې غوږ نیولی نو بیا خو باید دکابل تش په نامه واکمنۍ او ورسره بادارانو یې ټول افغان ولس اخیستی وای! ځکه زر اوزوردواړه له دوی سره دي، او دوی خپلوشومو موخوته درسېدو لپاره نه زر او نه زور دریغ کړی، مګر دا دي په دغه لسو کلونو کې یې ونشوکولای چې افغان ولس دځان کړي ‎!

که افغان ولس دپردیو ډول او سورڼي ته ګېډلای نو له هر څه نه مخکې باید ددوی ډول اوسورڼې ته ګېډلی وای! مګر نه کله همداسې ونه شول او نه به وشي، او نه دتاریخ په اوږدو کې داسې شوي، ځکه افغان ولس خپلواک مسلمان پردین مین غیرتي ولس دی، دهېڅ پردي خبرې ته سر نه شي خوځولی.

 داخو لا څه چې ځینې دنیواکګرو او پرديو په کاسه را لوی شوي او دهغوی په غېږه کې لوبېدلي تش په نامه څېړونکې او کره کتونکي هم کله کله دخبري رسنیو له لارې همدا ببولالې بولي چې په لاریونونو کې دپردیو لاس دی!

 دوی ځکه ګرم نه دي چې هر څه او هرڅوک دځان په څېر ورته ښکاري، دوی داسې انګیري چې لکه څنګه چې مونږ دپردیو زر او زورته سر ټيټ کړی همداسې به نورو هم ورته ټيټ کړی وي!

 دغه رنګه خلک له خپل ولس نه لیري پاتې شوي، نه ولس پېژني او نه ولس دوی پېژني، دوی له ولس نه پردي او ولس له دوی نه پردی دی، نوکه دوی هر څه ووايي ګرم نه دي!!

 دغه جنابان یو دلیل دا وړاندې کوي چې په نوره نړۍ کې ولې داسې لاریونونه نه کېږي، په تېره بیا په اسلامي نړۍ کې؟ قرآنکریم خو یوازې دافغانانو نه دی! دټولو مسلمانانودی!

 دوی باید سترګې وغړوي چې په نوره نړۍ کې هم لاریونونه همداسې بڼه خپلولی شي او خپله کړې یې ده، مونږ ګورو چې دعربي پسرلي لاریونونه تر کومه ځایه پورې ورسېدل؟ څومره خلک پکې ووژل شول؟ هو دا سمه ده چې دغه لاریونونه دقرآن کریم په وړاندې دادبۍ له وجې نه دي شوي، مګر خبره دا ده چې لاریونونه وو او دي، او دا دي داسې تاوتریخوالي ته يې مخه کړېده چې په زرهاوو خلکوخپل ځانونه، کورونه، کلي او ښارونه پکې له لاسه ورکړل، نودا خبره چې په نوره نړۍکې لاریونونه په تاوتریخوالي نه بدلېږي یو ښکرورو درواغ دي!

 پاتې دې نه وي چې ددغه هېوادونولاسپوڅو او پرېوتوواکمنانو هم خپل ولسونه په دې تورنول او تورنوي ېې چې دپردیو اودښمنانو په خوله لاریونونه کوي! مګر حقیقت ټولو ته څرګند شو او څرګند دی، اوس دکابل لاسپوڅې تشه او پوچه واکمني هم همدا ببولالې بولي.

 راغله دا خبره چې په نورو اسلامي هېوادونو ولې لاریونونه نه کېږي؟ په ځینو کې خو یې یوڅه شوي دي لکه: پاکستان،بنګلادیش، مالیزیا، او په ځینو نورو په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې چې نه کېږي داددوی کمی دی چې نه يې کوي، که نه دهر مسلمان دنده ده چې دخپل سپېڅلي کتاب قرآن کریم په اړه بې پرې پاتې نه شي، او که کوم کس پاتې کېږي نو دا په هېڅ ډول او په هېڅ قانون کې دنورو لپاره دلیل او لاسوند نشي کېدای چې دوی هم كرار كښېنې!

 هرمسلمان بايد خپلو دیني ارزښتونو ته ژمنتوب وښيي، که داسې وشي چې نور څه کوي مونږ هم دهمغوی په څېر کټ مټ ورسره وکوو نو ګورو چې په ډېرو اسلامي او په ځانګړي ډول په زیاتره عربي هېوادونو کې هغه کانې کېږي چې آن په اروپا او امریکا کې نه کېږي، نو مونږ به هم همداسې بې شرمیو او بېحیایو ته مخه کوو؟!! ځکه چې نور یې کوي!!

نن ورځ خو په توليز ډول عرب دومره بې غیرته شوي، دومره بې حیا شوي چې نه له خپل تاریخ نه شرمېږي،نه له خپل قرآن نه شرمېږي، واکمنان یې له یوې مخې دامریکایانو او اروپایانو په غېږو کې پراته دي!! او دا ډېر دافسوس ځای دی، هو په ځانګړي ډول دغیرت او ننګ بېلګې هم پکې شته، مګر هغوی خورا لږ دي.

اسلام او قرآن دعربو نه دی،اسلام او قرآن دمسلمانانو دی، پاتې دې نه وي چې عربي ولسونه ځانله دي او واکمنۍ یې ځانله دي، په ولسونو کې یې اسلامي څپې لا ژوندۍ دي،مګر ډېری يې ددنیا ډېروالي اومينې له خپلو آرو موخو او دندو نه بې پروا کړي دي.

بله خبره دا چې افغان ولس ځکه دومره په ځوښ او ځوږ سره را ډګر ته شو چې دغه بې ادبي اوسپکاوی نيواكګرو ددوی په کور کې تر سره کړی، نو خامخا به یې غبرګون له نورو نه یو څه توند او دروند وي، ددې ترڅنګ ولس دځناورو امریکایانو نور جنایتونه هم دسر په سترګو ويني، بلکې هره ورځ يې همدوی قرباني کېږي نو ځکه دومره سخت غبرګون ښيي، بل دا چې دهرې سیمې جغرافیايي جوړښت دخلکو پر ژوند ژوره اغېزه لري، هغه خلک چې په غرنیزو او یخو سیمو کې اوسېږي له هغو سره لوی توپیرلري چې په هوارو او ګرمو سیمو کې اوسېږي.

ددې تر څنګ افغان ولس دغه دیرش کاله له ترپ او خرپ سره شپې او ورځې سبا کوي، له کړاوونو، ستونزو او جګړو سره لاس اوګرېوان دی، نو څه لیري نه ده چې غبرګون یې له نورو سره توپیر ولري.

 ځینې نور بیا وايي چې ولس ولې دپولیسو او عسکرو په مورچو برېدونه کوي؟ دا ځکه چې دغه پولیس او ملي اردو دنیواکګرو ننګه کوي، خپل ولس دهغوی لپاره وژني، ولس ګوري چې کله امریکایان په یو کور دشپې له خوا ورخېژي، یو افغان نیسي، یا يې وژني، نو تر مخ يې همدا دملي اردو کسان روان وي، دخلکو په لوټولو، بې پته کولو، دکورونو په پلټلو کې مرسته ورسره کوي، نو ولس به خامخا پر دوی بریدونه کوي، ددې تر څنګ ټول وینو چې دګوډاګۍ ادارې تش په نامه مشرکرزی خان او ورسره نور انډیوالان یې شپه او ورځ نارې سورې وهي چې امریکایان او نورنیواکګر زمونږ دوستان دي!

 آخر ولس هم عقل لري،پوهېږي، دښه اوبد توپیر کولای شي، دوست او دښمن پېژني، هغه څوک چې زمونږ له الله جل جلاله سره دښمني کوي، زمونږ له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره دښمني کوي، زمونږله کتاب سره دښمني کوي، زمونږ له مړو سره، زمونږ له ژوندو سره، زمونږ له دود اوکلتور سره،زمونږ له دیني ارزښتونو او ملي ویاړونو سره دښمني کوي څه رنګه زمونږدوستان کېدای شي؟

نو هر څوک چې دغه رنګه بې غیرتواو بې ننګو ته دوستان وايي افغان غیرتي ولس ددښمن په سترګه ورته ګوري، او ددښمن چلن ورسره کوي.

 په لنډه توګه: هغه څوک چې ټول افغان غیرتي ولس دپردیو تر اغېزې لاندې بولې په حقیقت کې دوی خپله دپردیو لاسپوڅې اوکرغېړنې بړېڅې دي، دا کله هم دمنلو نه ده چې دومره لوی تاریخي او ویاړلی ولس دې ټول په یوه خوله دپردیو په اشارو ښکته پورته شي! او دا بیا په هر ځای او هر وخت کې دمنلو ده او وخت پر وخت پېښېږي چې یو څو دګوتو په شمیر کسان دې دپردیو ډول ته دهغوی له خوښې سره سم ونڅېږي.

 هو! پاتې دې نه وي چې لاریونکوونکي باید دولسي خلکو شتمنیو، او نورو هغو ځایونو او څېزونو ته زیان ونه رسوي کوم چې تر ولس پورې تړاو لري، ځکه په دې سره خپله ولس او بې وسه بیچاره خلک اغیزمن کېږي، لاریون کوونکي له هر څه نه دمخه باید دنیواکګرو مردارولو ته مخه کړي، او که يې څوک مخه نیسي هغه له ټولو نه د مخه کړي.

اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x