نظــر

د اخوان مشران په غلطه دي؟!

لیکوال: زاهد جلالي

د اخوان السلمين پر کوادرو او مشرانو د اعدام پرېکړه شوې او د شرعي نظر اخيستو له پاره يې د مصر عام مفتي ته ورلېږلې. د مصر فرعون د اخوان رهبرانو ته دام ايښی، هغه څوک چې په يوه ورځ په زرګونو کسان وژني، په لسګونو کسانو سرپه نه کوي. مفتي ته د پرېکړو لېږلو موخه دا ده، چې د اعدام په وړاندې د خلکو نبض معلوم کړي. که چېرته د مصر خلک او نړيوال له دې پرېکړې سره عادي برخورد وکړي، د اخوانياني مشرانو د اعدام خبر به ژر رسنۍ خپور کړي.

په دغسې وخت کې چې د اسلامي نړۍ د نخبه ګانو نخبه ګان، يا د علامه اقبال د خيال څو تنه حقيقي «مرد مومن» ته د اعدام تلک کېښودل کېږي، بايد د مسلمان په صفت -که هره ډله کې وي- پر دوی خپه شي او د دوی وژل د خپل يو ډېر عزيز رهبر وژل وبلي.

خو متاسفانه زه په افغاني فېسبوک کې ځينې کسان وينم، چې لا هم د دغې پرېکړې پر وړاندې حزبي او فرقه يي تعامل کوي. لا هم پر اخوان نيوکه او د دوی لاره غندي. زه فکر کوم، د دې مثال به داسې وي، چې د زنکدن پر مهال څوک خپل دوست ته نصيحتونه کوي، چې فلانۍ فاکولته به دې نه ويلې.. په فلانۍ ورځ به دې دا کار نه کاوه.. په دې شي کې دې ښه نظر نه لاره.. دا قطعا د يوه هوښيار دوست کار نه دی، آن نر دوښمن هم دغسې کار نه کوي.

اوس به د دوی نيوکې ته راشو. دوی وايي چې اخوان المسلمين بايد وسله واله مبارزه کړې وای او ويې کړي. دوی وايي، چې که يې داسې کړي وای، اوس به نه اعدامېدل!

د انسان او د هر ژوندي حیوان يو صفت دا دی، چې له ځانه دفاع کوي. وايي که څوک پيشو باندې هم ځای تنګوي، هغه هم يو وار ګوزار پرې کوي.. دا ډېره طبيعي ده. په دې بايد فکر وشي، يو څوک چې خپل فطرت او طبيعت باندې پښه ږدي او د اسماعيل عليه السلام په څېر، له شټکې وهلو هم وېرېږي، د دوی عزم، جاغور عظمت ته بايد سلام وشي.

دا څومره ستر انسانان دي، چې د خپل ځان مرګ په سترګو ويني، خپله کورنۍ، دوستانو او فکري ملګرو د وينو ويالې يې وليدلې، او بيا يې هم ځان دومره کنترول کړ چې د مصري پوځ او حکومت پر وړاندې يې يوه لوټه هم ګوزار نه کړه!

وسله اخيستل آسان دي. هر کمزوری وسلې ته لاس وړلی شي. د ډار په وخت کې يو ډېر ډارن او بې زړه سړی هم د ځان ساتلو په موخه يو څه ځان سره اخلي، خو هغه څوک چې خپل مرګ په سترګو ويني، بیا هم د يوه ستر مصلحت له پاره وسلې ته لاس نه وروړي، واقعا ستر شخصيتونه دي او تاريخ به يې يادوي.

اسراييل هره شېبه همدا غواړي چې په مصر کې ولس له حکومت سره لاس او ګرېوان شي، څو مصري پوځ ختم شي او د سوريې په څېر د سلو استخباراتي لوبو او فساد مرکز شي. دوی نه غواړي چې ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې داسې پوځ او ځواک وي، چې د دوی فساد چلېنج کړي. زموږ ځينې دوستان وايي چې مصري پوځ سيکولر دی او اسراييل ترې نه وېرېږي! همدا پوځ چې ځينې يې سيکولر او امريکايي بولي، په ۱۹۷۴م کال کې يې د اسراييل غرور پر ځمکه وغورځاوه…

اخوانيان پوهېږي چې که يې وسله واخيسته، تر سوريې به د مصر حالت خراب شي. همدا قاتل سیسي د سوريې له ژړوونکي حالت نه ښه دی. په مصر کې به يو طاغوت وي، په سوريه کې د نړۍ ټول استخبارات، فرقوي جګړې، لاسوهنې او نورو ستونزو د دوی هيلې په اوبو لاهو کړي اوس هلته د انقلاب راوستل يو خيال دی؛ ځکه اخوانيان وسله په لاس کې نه اخلي.

خو پر الهي وعدې کامل يقين او د دنيا دود په نظر کې نيولو سره، په ډېر ډاډ ويلای شم، دغه سيسي چې اوس د کبر او غرور په اوج کې دی، يوه ورځ به دغسې ډوبېږي، لکه فرعون.

د اخوانيانو معقوله مبارزه به جنرال سيسي د پاکستان مشرف، د چيلي پېنوشېټ او نورو طاغوتانو په څېر مخ تورن او ناکام کړي. زه يې د دې وعدې پر اساس وايم، الا ان نصر الله قریب، وقل جاء الحق وزهق الباطل، ان الباطل کان زهوقا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوست محمد

زمونژ هم په دا اخوانیانو زړه بدیژی او واقعا پری خپه یاستو، او باور وکړی چه خوب نه را ځی، خو یوه خبره ده چه په هر حال که د الله حکم معلوم دی، چه په کوم وخت که کوم عمل باید وشی، زه وایم چه دا اوس هم وخت شته دی ، دا اوس د اخوانیان د جهاد اعلان وکړی او وسلی ته د لاس کړی او دا سکولریانو ته د داسی د عبرت درس ورکړی چه بیا ددوی د نسلونو لپاره عبرت شی ، کنه نو بیا به په همداسی ذلت که ژوند تیروی، زما نظر دادی چه… نور لوستل »

کامل

څوک چې ديوه اسلام ضد اوپه زور راغلي قاتل په وړاندي په وسله واله دفاع باور نه لري،هغوي ته قران کريم دذلت خبرداري ورکړی،ابوبکرصدیق رض دلومړې خطبې يوڅو الفاظ داوو،چې هرچا چي جهادته شا ور وګرځوله ذلیله به شي،دغه مهم نخبګان چې واقعا سخت مظلومان دي نوددغو داعدام په مقابل کې هم دصبر ترعنوان لاندي بيابي عیرتی وشوه نومصري اسلام پالي به داسلامي اجکامون ه دسرغړواي له امله په دايمي ذلت مبتلاشي اويابه دارتداد لاره غوره کړي. ځکه دریمه لاره پاتي نه ده،نه دغه طاغوتي فوځ ته کوم اميدشته اونه هم ددوي پلويان نورسولیز احتجاج ته پريښودل کيږي،که اخواني ورڼو… نور لوستل »

ګوربت

الله دي همدغه فوځ ختم اودړي وړي کړي 50کاله کې خو دومره مسلمان مشران اسرايلوهم وژلي اوپه زندانوکې زاړه کړي نه دي،الله دي مستعمره وګرځوي چې مسلمانان يې دازادي په باهنه مجاهدين سي الله ته رجوع وکړي دازهر تردغو منحرفو پنټتانو خونیستي ښه ده،ددوي او اسرايلي کشیشانو يوډوول رول ده،هغوي دفلسطینیانو دمرګ او اعدام فتواوي ورکوي اودوي دمصري مسلمانانو داعدام فتواوي ورکوي،مصر دا دیرس کاله دسلام ألپاره يوپیغور دي الله دي فوځ اوټول نطام له بیخه وباسي،

زرین کابل

داڅولسیزي کیږي چې له شهیدسیدقطب اوحسن البنا نه نيولې ترننه دهمدغه ظالم اومزدور رژیم اومنحرفو ازهري مفتیانو له لاسه داسلام ستري هستۍ له منځه ولاړې. اوهغه طنطاوي ملعون يې چې دازهرشیخ و،پرافغانستان دامريکا یرغل ته دامريکا لپاره دجهادنوم ورکړ،اسلامي مکلفیت يې کافرته منسوب کړ، دې ملعونانوته اسلام يوه ملعبه ښکاری، ازهر دمسلمانانو يوسترمرکز و او اوس هم يوه محکومه طبقه نیک خلګ ورته منسوب دي،حوله څولسیز راهیسي ددې اداري مشري اونمایندګي اکثره داسي ګمراهانو وکړه چې دنړۍ ډیرعلماجق يې په ګمراهي متفق دي. اوموږته يې هم درباني اوسیاف غوندي شرماوره ،رياکاره اومنافق مزاج تحفې راکړې ،چې تاریخ يې په منافقت… نور لوستل »

غوربندي

جلالي صیب تاسو ته سلام یاره ډیره خامه لیکنه مو کړې ده زه وایم د مصر اخوانیان خو ډیر ووژل شول، زما مشوره ده چې د یوه مسلمان ورور په صفت دا دوعاوې پسې کوه چې الله تعالی یی په شهیدانو کې وشمیري، هسې نه چې د ولسواکی د لارې د قربانیانو په نوم حشر شي. تاسو خپله ویلي چې دا طبیعي خبره ده چې ژوندی موجودات تنګ اید به جنګ اید، نو دا خلکو خپل طبیعي خاصیت له لاسه ورکړی ده. زه د سیسي کودتا غندم خو د اخوان د مرشد هغه څرګندونې هم لوی عار وو چې د… نور لوستل »

طالب

داغوربندي خو ###### ده داخوانيانو مشران تمامه ورز له يهودو سره ناست دي اودي واي جي الله دي ددوي شهادت قبو كري داخوانيانو بعضي عكسونه به فيسبكو نو كي نشر شوي تاسو ييي وكوري بيا فيصله وكري دسيسي او مرسي به منيز كي هيس فرق نشه دواره به يو كفري حكمت كي دي….هسي يوه درامه يي روانه كري جي دابندي شو دا اعدام شو فلانكي دي بستانكي دي

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب او نور هغه ورونو ته چه د اخوانیانو په اړه یی څه لیکلی ، د استدلال د ځینو اړخونو سره توافق لرم او د ځینو سره یی نه لرم ،دا په دی نه چه زه د اخوانیانو سره او یا ورسره نه یم . زه اوس ټول اوس د اسلام په ترازو تلم د هر یوه وزن چه ډیر وی هغه هغه ډیر او د کوم یو چه کم وی هغه کم تاییدووم ، زما د نه غړیتوب دلایل دا هم نه دی چه زه تر دوی ښه مسلمان یم ، ولی دا په دی چه زه د… نور لوستل »

غوربندی

طالب صيب

تاسو ته سلامونه

اول زان په خبره پوه کوه بیا ليکل/اظهار نظر/خبره کوه تر سو له ناخواسته شرمندگي سره خدانخوسته مخ نشی.

زه د خپلي برخی درته بخشش کوم خو د اخوانيانو باره کی دیر تیز تللي ياستي (لکه لکی لرونکي ستوری).

په هر حال زما پورته تعلیق د جلالي سیب له ليکني سره یو زاي په بل چا وگوره او بیا خپل تعلیق مو هم ورته شکاره کری گوندي وی چی و مو پوهوي .

عبدالله

طالب جانه چی معلومات نلری نوکراره خوله پټه ونیسه: دا بی ځایه لیکنی مه کوه اوکله چی لیکنی کوی دخپلی سویی په اندازه یی کوه. اخوانیانو ټول ژوند دالله په لاره کښی وقف کړه او کوی یی. اوستا ټول ژوند په خوراک اوڅښاک کی تیر شو کله چی د تحریک شروع شوو ټولی وسلی د په زور او جبر را ټولی کړلی مجاهدین د خلع سلاح کړل دمجاهد او ټوپکی ترمابین د تفاووت ونکړه اسټنګر د په پاکسان خرڅکړل .افغان وولس د د یهودو ته لاس خالی په لاس ورکړ. او ته بیا په اخوان المسلمین کی خبری کوی. الله… نور لوستل »

احمد جاوید

غوربندی صاحب: مه خفه کیږه، طالب جان یواځې خپله هوښیاري ښکاره کړیده.

رشتینی طالب

طالب پہ نامہ ورورہ ھسی دے دطالب پہ نامہ خپلہ غوسہ سڑہ کڑی.دطالب موقف دٹول اسلامی حرکتونوپہ بارہ کی پہ تعاطف اوخواخوژی ولاڑدی
البتہ دزاھدجان دلیکنی لہ ژینوبرخو دزورے کینے اوتعصب بوی رازی .اودادھغہ دلیکنو یوعام مشکل دہ.
دبیانیزی صیب.غوربندی اوکامل صیب نظرونہ پہ واقعت اوحقیقت بنادی.اللہ دی دغو مظلومانوتہ نجات ورکڑی

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx