نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د تخار په مرکز تالقانو کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو اوه ورځنی نندارتون نن پرانستل شو.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې دغه نندارتون يې د تخار د کتاب پلورونکو په مټ برابر کړی دی.
عاقبت الله ادبیار وايي چې د دوی ریاست ځکه دغه اقدام وکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د روانې لمریزې میاشتې – غويي – وروستۍ اوونۍ د کتاب اوونۍ پر نوم نومول شوې ده.
ادبيار وايي چې د کتابونو دغه نندارتون به د ديني، فرهنګي، سیاسي، ادبي او معلوماتي کتابونو په لرلو سره د تالقانو د ښاروالۍ په چمن کې پرانیستی وي، چې د کتاب مینه وال به ترې ګټه اخلي.
که څه هم د تالقانو په ښار کې د کتاب مينه وال دغه اقدام ښه ګڼي، خو په نندارتون کې د ګڼو ايراني کتابونو موجوديت د کتاب ځینې مينه وال اندېښمن کړي دي او وايي چې د دې کتابونو پرځای کې د افغان لیکوالو کتابونه موجود وای ښه به و.
د دوی په خبره د نندارتون مسوولینو ورته ويلي چې په پښتو یا دری ژبو کې د افغان لیکوالو هغسې کتابونه يې نه دي موندلي چې په نندارتون کې د شته ایراني کتابونو تشه ډکه کړي.