
رحمت الله نبیل له آی ایس آی سره د توافقنامې مخالف دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل داسې څرګندونې کړي چې ګواکې دی د پاکستان له څارګرې ادارې «آی ایس آی» سره د تازه توافقنامې د لاسلیک مخالف دی.
د هشت صبح په نامه ورځپاڼې د خپلو خاصو سرچینو په حواله لیکلي چې رحمت الله نبیل له آی ایس آی سره د توافقنامې د لاسلیک مخالف وو، نو ځکه دغه توافقنامه د نوموړي مرستیال له پاکستاني لوري سره لاسلیک کړه.
د آی ایس آی او ملي امنیت تر منځ د نوې توافقنامې پر اساس ویل شوي چې آی ایس آی به د ملي امنیت ادارې منسوبینو ته روزنه ورکوي، او هغوی ته به د جاسوسۍ پرمختللي وسایل مهیا کوي.
ددې توافقنامې پر اساس به دواړه لوري یو له بل سره د بندیانو په اړه معلومات شریکوي، او دواړه لوري به کولای شي چې د یو بل له بندیانو څخه تحقیقات وکړي.
داسې باورونه هم شته چې له آی ایس آی سره د دغې توافقنامې په لاسلیک کې رحمت الله نبیل مهم رول لوبولی، خو د دې لپاره چې له ولسي غبرګون څخه ځان وساتي، داسې څرګندونې کوي چې ګواکی دی له پاکستان سره د نوموړې توافقنامې په لاسلیک خفه دی.
ویل کیږي چې د پاکستان د آی ایس آی مشر جنرال رضوان اختر دوه اونۍ مخکې په یوه پټ سفر کابل ته راغلی وو، او دلته یې د ګډ حکومت له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي وه.
د افغانستان اکثره سیاسي چارواکي، رسنۍ او مدني فعالان د پاکستان په څارګري ادارې تور لګوي چې د افغانستان د امنیت په خرابولو کې لاس لري، چې پاکستان یې تل ردوي او وايي چې دوی هم په سیمه کې د روان کړکیچ قربانیان دي او غواړي چې د افغانستان له حکومت سره اوږه پر اوږه د سخت دریځۍ او تروریستانو په خلاف وجنګیږي.
د آی ایس آی او ملي امنیت تر منځ د توافقنامې له څرګندیدو وروسته د ولسي جرګې استازو رحمت الله نبیل استحضار کړی، او له هغه څخه یې په دې اړه سپیناوی غوښتی.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت او آی ایس ترمینځ د پردې تر شا پټې اړیکي افشا کیږي، تر دې وړاندې د ملي امنیت پخواني مشر امر الله صالح اعتراف کړی وه چې د آی ایس آی افسران په کابل کې د ملي امنیت په زندانو کې له بندیانو څخه تحقیقات کوي.
که څه هم پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته د کابل چارواکو د پاکستان په وړاندې په توندو څرګندونو او پر طالبانو د دغه هیواد د ملاتړ په ادعاوو سره تر یوه حده ولسي حمایت راټینګ کړی، خو د کتونکو په باور، کابل په تېرو څوارلسو کالو کې تل په سیمه کې د پاکستان د ګټو مدافع پاتې شوی.