نظــر

دکـليسا موريدان

afghan-tv دامريکايانو داشغال سره سم په افغانستان کي په زياته کچه رسنۍ را منځ ته سوې چي شمير يي سل ګونو ته رسيـږي، ډيري رسنۍ داسي دي چي بهرنۍ حمايه يا په کور دننه کي په يوې ډلي پوري تړلي وي ځکه د ژورناليست د (٣٠٠) سوو څخه نيولې بيا تر دو زرو(٢٠٠٠) ډالرو پوري معاش د چا دپلار هم په وسه نه دي پوره چي محترم ژورناليستان يي په خپلو جيبونو کي تخته کوي نه دا معاشات په تجارتي اعلاناتو ترلاسه کولاى سي او نه هم يې همدا مات او کړوف د رسنيو مـسئولين د خپل جيب څخه ورکولاى سي، ځکه نو پوښتنه پيدا کېږي، چي دوئ څه ډول دا پيسې ترلاسه کوي ، څوک يې ورکوي ، څنګه يې ورکوي او د څه لپاره يې ورکوي،

ودې خبرو ته هغه وخت څوک په صحيح ډول جواب ويلاى سي، چي همدا د فسق او فساد رسنۍ څوک تعقيب کي او وايي وري تر څو وپوهېږي، چي دا رسنۍ څه نشروي د څه لپاره او د چا لپاره خپروني کوي ددې خبرو معلومول وخت ته اړتيا لري، خو نن چي کم اور رسنيو په افغانستان کي بل کړي دي اوددې اور مخه نيول بې له الله څخه ماسيوا بل څوک نه سي مړ کولاى، دافغانستان هر ولايت هر کلي هره کوڅه او هر کور، دهمدې رزيلو او منافقو رسنيو له لاسه دوږخ ګرځيدلي دي، هره چاپي، ږغيزه او تصويري رسنۍ چي او ګورې دا سي څه خپره وي چي دعقل او شعور له کابووالي وتلي دي ، که موږ اوګورو چاپي رسنۍ مو هغه څه خپره وي، چي نه يي داسلام تهذيب مني، او نه يي دافغانستان تهذيب، نه هم د پښتنو تهذيب دا مني.
يوازي په يوه او دوو خبرنو يي د پاڼي مخ تور کړی وي، او روسته يي په شاتو کي زهرو ته ايښي وي، چي د هندي سېنما دلغړيانو، او لغړو ښځو نيمه بربڼ عکسونه دفلمي خبرو په نامه خپره وي، تاسو قضاوت وکړي، ايا دا به ټولني لپاره ګټه ور تما م سي، دا سي ناوړه شيان خپرول به ځوانان و ناروا اعمالو ته سوق نه کړي، ارو مرو به دا در په دره وګړي د تيارو کندي ته ورټيل وهى ، راډيوګاني مو بيا هغه څه خپره وي چي څوک يي په اوريدلو دشرم احساس كوي، ځکه نو وس ځيني کسان پخپل کور کي راډيو هم نه اوري، ولي چي په راډيو کي هغه څه خپريږي چي د اسلام او افغانيت په دايره کي ځاى نه لري، کوم شيان چي په اسلامي افغاني او هم په پښتني ماحول کي ځاى نه لري خلک هم د نفرت په سترګو ورته ګوري، دا به دټولني لپاره خدمت وي ، که به د ټولني لپاره د ذلت هار وي؟
زما له نظره داسي خپروني او داسي پرګرامونه دخپل هيواد پرغاړه چاړه ايښول دي او دخپل اولاد دسترګو ړنده ول دې.
د خوار ولس د مرګ دپاره يوه نوې دسيسه جوړه ول دي، دجهالت پر اور تيل پاشل دي.
دبلي خوا تصويري رسنۍ يا تلويزونونه هغه څه خپره وي چي سم يي د عزت په قتل پسي د الماسو توره را خيستي ده، غواړي چي ددې پت مني خاوري د حيا پرده د څو ډالرو په بدل کي وپلوري، او هم يي خپروني دمسلک په لحاظ په سپر کي ضرب دي، د طنزيه خپرونو په نامه با ندي سپکاوى دافغان ملت د نر او ښځي ځوا ن اوسپين ږيري په عزت اوعفت با ندي لوبي کول يي اهداف او موخي دي، دمسابقې په نامه يي ځني داسي خپروني جوړي کړي دي چي شيطان دحيرت په سمندر کي ورته ډوب دي، په عام محضر کې څو ښځي کښېنه ولي وي او بوغۍ ورباندي پړسوي او هغه دکليسا په پيسو جوړ سوي تلفوني شرکتونه وهري بوغۍ پړسونکي ته جايزه هم ورکه وي، زهر دي سه دا جايزه چي دخپل عزت په بدل کي يي تر لاسه کوې، ز دکليسا دجارو کښانو څه ګيله نه کوم زما ګيله د خپلو افغاني وروڼو څخه ده چي تاسي خو به ځان ته مسلمانان واياست؟ تاسو خو به ځان ته افغانان واياست؟ تاسو خو به ځانته پښتانه واياست؟ تاسو ولي دخپل خاوري د بربادۍ لپاره لېڅي را نغښتي دي؟ ايا ستا وجدان تا ته دا ايجازه درکوي چي په خپل خور بوغۍ وپړسوې؟ تا ته خپله پښتو دا اجازه درکوي چي پخپله ښځه دمالټو، سيـبو، يا کيلو خوړلو مسابقه وکړې؟ که چيري تا ته خپل وجدان غيرت او خپل ضمير دا اجازه درکوي چي خپله خور او لور په عام محضرکي مخ لوڅې ودره وې دا ستا خپل د ايمان کمزوري ده، ته بايد په ځان کي اصلاح راولي تا له ځان سره فکر کړي دي چي زه څه کوم، ايا تا په ريشتيا سره خپل کار ته د اسلامي زاوېې څخه کتلي دي؟ ته پخپل زړه کي يو څه رحم لرې؟ که يو څوك په زړه رحم لري هغه داسي نه کوي لکه ته چي يي کوې.
نو هيله در څخه کوم چي دالله په خاطر، درسول په خاطر، ددې ابرومندو او کونډو خوندو دحيا پرده په پرديو مه خرڅه وۍ ، او بيا به په محشر کي الله ته جواب نه سۍ ورکولاي ، لا وخت سته توبه وباسئ او خپلي کو رنۍ ته يو حلال رزق وکټۍ او هر کار ته په اسلامي عينکو کي او ګورۍ.

محمد شريف حليم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x