
چارواکي: طالبان د خاص روزګان د نیولو هڅې کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت سیمه ییز چارواکي وايي چې دم ګړۍ د خاص روزګان ولسوالي د طالبانو تر بریدونو لاندې ده او په خبره يې طالبان يې د نیولو هڅې کوي.
د خاص روزګان ولسوالي امنيه قومندان لومړی څارن نعمت الله وايي چې تېره شپه ګڼو طالبانو د یادې ولسوالي پر دوولسو دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل او د ولسوالي مرکز د هغوی تر محاصرې لاندې دی، خو په خبره يې امنیتي ځواکونه يې پر دفاع بوخت دي.
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا وايي چې د دې ولسوالي پر اتو پوستو بريدونه روان دي او دوی يې د مخنیوي هڅې کوي.
طالبانو هم ویلي چې دوی د عزم عملياتو په لړ کې تېره شپه د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالي بریدونه کړي او تر اوسه لا هم روان دي.
د دوی د خبرپاڼې له مخې دوی «روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ پرعمومي سړک دپیروج ،سنګر اوچکجوی په سیموکې دګوډاګي دښمن په ګڼ شمېر پوستو ، قرارګاه ؤ اومرکزونو وسلوال بریدونه پیل کړي.»
ورسره جوخت د ګډ حکومت د لومړي مرستيال په پلرني ټاټوبي جوزجان کې هم سخته جګړه روانه ده.
د جوزجان امنيتي مسوولین وايي چې طالبانو د جوزجان د اقچې ولسوالي لس کلي نیولي او لا هم جګړه روانه ده.
وسله والو طالبانو د اقچې د بريدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
یاده دې وي د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د نفوذ د مخنيوي لپاره غیر مسوول وسله وال هم فعاله کړي دي او هغوی ته يې وسلې وېشلې دي.