ديوه مجاهد ورور شهادت
شهيد حافظ نقيب الله دلعل زاده زوى دننګرهار ولايت دكوټ ولسوالي دسيداحمد خيلو دكلي اوسيدونكى چي دسيداحمدخيلو دكلي په يوه علمي او دينداره كورنۍ كي يي دي فاني دنيا ته سترګي غړولي وي له كوچنيوالي څخه په ذكاوت او هوښياري مشهور و .
شهيد نقيب الله رحمه الله تعالى دتوحيد دسپيڅلي عقيدي خاوند، دمقدس قرآن حافظ او دديني علومو د پنځمي درجي طالب العلم او دافغانستان داسلامي امارت له زړه ورو مجاهدينو له جملي څخه و .
دهغه وخته چي نړيوالو صليبي كفارو دافغانستان داسلامي امارت په مقابل كي نړيواله صليبي جګړه اعلان كړه او دافغانستان په سپيڅلي حريم يي يرغل وكړ شهيد رحمه الله دخپل ايماني او اسلامي غيرت له مخي په داسي حال كي چي عمر يي هم كم و داسلام دسپيڅلي دين او دخپلو مظلومو مسلمانانو ورونو څخه ددفاع په خاطر دجهاد او مبارزي مقدس سنګر ته راووت . چي په مختلفو ولايتونو لكه ننګرهار ، كونړ او نورستان كي يي دصليبي يرغلګرو او ددوۍ دملګرو افغاني مرتدينو په خلاف دجهاد سنګرونه ګرم ساتلي و .
دتيري جمعي په ورځ چي د ۱۳۹۰ ﻫ ش كال دحوت دمياشتي پنځمه نيټه كيږي دماذيګر په څلور بجو ديوه مرتد ( ميرويس ) چي دملي امنيت همكار، دسړك ساتونكوغدارانو مشر او داربكيانو قوماندان و دخپلو نورو همسنګرانو سره يوځاي شهيد رحمه الله تعالى هم ددغه مبارك عمليات داجرا لپاره دكوټ ولسوالي ته لاړ چي دكامياب عمليات داجرا كولو څخه وروسته دكليوالو مرتدينو چي په سر كي يي قوماندان شيراغا چي في الحال دسرحدي پوستو قوماندان دي ، ملك عبدالرحمن جان چي دكوټ ولسوالي مشهور جاسوس دى او اسحق موجود و لخوا ونيول شو او نور ملګري يي خوندي ځايونو ته ستانه شول چي وروسته بيا شهيد رحمه الله تعالى دمرتد عبدالرحمن جان كور ته يوړل شو او هلته ددي مرتد په كور كي موجوده زيرزميني كي دسختو تعذيبونو لكه : دنوكانو ويستل ، دسر دويښتانو ويستل ، پزي غوڅول ، غاښونه ويستل اوپه ګرمو سيخانو داغونه وركولو څخه وروسته په سباورځ دمرتد ميرويس دقبر دپاسه دظالمو او وحشي صفته انسانانو لخوا په ډيره بي رحمي دشهادت لوړ مقام ته ورسيد الله تعالى دي يي شهادت قبول او منظور او دانبياوو صالحينو او شهداوو په خوا كي دي يي په جنت الفردوس كي دلوړو درجو څښتن كړي . آمين
ياده دي وي چي دنوموړي شهيدرحمه الله په زړه دردوونكي شهادت كي چي څومره افرادو شركت كړى ټول داسلامي امارت دمجاهدينو سره په لست كي موجود دي چي ان شاء الله ډير زر به دشهيد رحمه الله په انتقام كښي په خپل بد ترين انجام ورسيږي چي دمؤمنانو زړونه او سيني به پري يخي شي { وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ }التوبة14 .
قاري سيف الله دننګرهار ولايت دكوټ په ولسوالي كي داسلامي امارت دمجاهدينو خادم