د هلمند د ناوې ولسوالۍ ولسوال، مناف خان

غزنی: د هلمند د ناوې ولسوال په مقر کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴): د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالي ولسوال د غزني په مقر کې طالبانو په یوه بريد کې وواژه.

د غزني د امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار له قوله د هلمند د ناوې ولسوالۍ ولسوال حاجي مناف خان نن د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني د مقر ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو په یوه بريد کې ووژل شو.

د دوی په وينا د ناوې ولسوالۍ ولسوال خپلې سیمې ته د سفر په حال کې و، چې د طالبانو په بريد کې را ګير شو.

د هلمند امنيتي مسوولین هم د ولسوال وژل مني او وايي چې نوموړی په غزني کې وژل شوی دی.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچا ګل بختيار وايي چې حاجي مناف د غزني د مقر او د زابل د شاجوی ولسوالیو تر منځ د طالبانو پر کمين ور برابر او له ټپي کېدو وروسته يې د مقر په روغتون کې ساه ورکړه.

وسله والو طالبانو تر دم ګړۍ د ناوې ولسوالي د ولسوال د وژلو اړوند رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو د دوی سږني عزم عمليات د لوړ پوړو دولتي مسوولینو لپاره له ګواښه خالي نه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د