ولسي جرګه: له آی ايس آی سره د ملي امنيت توافقنامه د ملي ګټو ضد ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د افغانستان د ملي امنیت له لوري د پاکستان له استخباراتو سره د همکارۍ توافقنامه د ملي ګټو خلاف عمل بللی دی او دا کړنه يې غندلې ده.

دغه توافقنامه چې د ملي امنیت د دویم مرستیال او د پاکستاند استخباراتو تر منځ لاسلیک شوې ده، پر اساس به يې د پاکستان استخباراتي اداره د افغان استخباراتو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

د ولسي جرګې غړو دغه توافقنامه د ملي ګټو ضد بللې او ويلي يې دي چې د افغانستان په ټولو ناوخوالو کې د پاکستاني استخباراتي کړیو لاس دی.

د ولسي جرګې غړی علی اکبر قاسمي وايي چې تر اوسه د دوی یوازينۍ تمه د ملي امنيت کارکوونکو ته وه، د دوی په خبره چې د دوی دې وروستۍ تمې هم د «دښمن» غېږې ته پناه ور وړه.

نوموړی وايي چې د دواړو هېوادونو د استخباراتو تر منځ د دې هوکړه لیک لاسلیک به د افغان ګډ حکومت د سقوط په مانا وي.

د ولسي جرګې مرستيال ظاهر قدير بیا وويل چې د دې هوکړه لیک د جزئياتو په اړه به د ملي امنیت مسوولین استجواب کړي.

ځینې سرچينې بیا وايي چې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل له دې هوکړه لیک سره مخالف دی، ځکه خو پر دې هوکړه ليک لاسلیک د نوموړي مرستیال کړی دی، خو ورسره جوخت داسې باورونه هم شته چې له آی ایس آی سره د دغې توافقنامې په لاسلیک کې رحمت الله نبیل مهم رول لوبولی، خو د دې لپاره چې له ولسي غبرګون څخه ځان وساتي، داسې څرګندونې کوي چې ګواکی دی له پاکستان سره د نوموړې توافقنامې په لاسلیک خفه دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت او آی ایس ترمینځ د پردې تر شا پټې اړیکي افشا کیږي، تر دې وړاندې د ملي امنیت پخواني مشر امر الله صالح اعتراف کړی وه چې د آی ایس آی افسران په کابل کې د ملي امنیت په زندانو کې له بندیانو څخه تحقیقات کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

افرین تکره سی دوسروبیننگوترپرونه موناری وهلی سی طالبان دای ایس ای لخواروزل کیزی خونن الله جل جلاله پخپله تاسی پدی زنزیرترلی رالیدی ترداغه می لاشرمینده غوشتی یاست

احمد جاوید
میلمه
احمد جاوید

ماته ډیره جالبه داده چې خرلمانیان هم د ملي ګټو د خوندیتوب خبره کوي!!!!!!!!!!!!!!!!