افغانستان

خوست: د بهرنیانو بې پلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه را غورځېدلې.

د خوست چارواکو ویلي چې دغه الوتکه د یعقوبیو او صبریو په ولسوالۍ کې نن مازیګر مهال په څلورو بجو د عقبی په نامه سیمه کې را غورځېدلې.

هغوی زیاته کړې چې الوتکه د تخنیکي عوارضو له کبله د غره سره جنګېدلې، او ځای پر ځای یې اور اخیستی، او په بشپړ ډول سوځېدلې ده.

له هغه راهیسي چې بهرنیانو په افغانستان کې د خپلو عسکري عملیاتو د پای اعلان کړی، د بې پلوټو الوتکو په ذریعه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې بمبارۍ زیاتي شوي، چې له کبله یې په ځینو سیمو کې ولسي وګړي هم شهیدان شوي دي.

بې پلوټه الوتکي چې د امریکا څخه کنټرولیږي، د سیمي سره د نابلدتیا له کبله یې پلوټان اکثره خپل هدف په نښه کولو کې خطاوزي، او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوشکیب الافغانی

الحمدلله دعزم له برکته په لږ وخت کی 9طیاری رانسکوری سولې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x