افغانستان

شیخ الازهر: امریکايي متجاوزین دې له افغانستان څخه ووځي

alazhar-shaikh-ahmad-tayabد مصر د الازهر اسلامي پوهنتون شیخ احمد الطیب قرآن کریم ته هرډول سپکاوی او توهین د سرو کرښو څخه تجاوز وباله او په بګرام کې د امریکايي پوځیانو لخوا د قرآن کریم د سوځولو په اړه یې سخته غوصه او ژور خفګان وښود.

شیخ احمد الطیب په خپل ننني بیان کې په ټینګار سره ویلي چې پوځي متجاوز ځواکونه دې ژر تر ژره د افغانانو له خاورې ووځي او په مسلمانو ولسونو د ظلم څخه دې لاس واخلي، په تیره بیا دغه ولس چې د لسو کالو راپدیخوا په سنګر کې پروت دی، او د تروریزم سره د جګړې تر شعار لاندې د مظلومیت شپې ورځې تیروي.

نوموړي د قرآن کریم د سوځیدلو په پیښه کې د ازهر اسلامي پوهنتون ژوره خواشیني او شدید غبرګون ته په اشارې سره ویلي:

“الازهر د قرآن کریم د نسخو دغه ډول وحشیانه توهین نه شي زغملی او هیڅ متدین انسان، مسلمان وي او که غیرمسلمان، ته دا عمل د تحمل وړ نه دی”.

په دې بیان کې د امریکايي پوځیانو په لاس د قرآن کریم سوځیدل د مسلمانانو مشاعرو ته د توهین ترڅنګ، په بشري میراث او کرامت باندې تجاوز ګڼل شوی، همدارنګه په مصر باندې فرانسوي استعمار ته په اشارې سره ویل شوي چې کله د فرانسې عسکرو په الازهر باندې حمله وکړه او او د قرآن کریم د نسخو په سوځولو، شکولو، او غورځولو یې لاس پورې کړ نو یو کال وروسته یې فرانسوي اشغال دړې وړې شو او شکست یې وخوړ.

د الازهر شیخ احمد الطیب امریکايي ځواکونو ته په خطاب کې وايي:

“متجاوزینو! همدومره مو بس ده، ولسونه پریږدئ چې خپل برخلیک پخپله وټاکي او پخپله د ځان لپاره تګلاره غوره کړي، تاسو د ګوانتنامو بګرام او ابوغریب زندانو ته نور هغه شرمونکي اعمال مه ورزیاتوئ چې هیڅکله به یې تاریخ ونه بخښي”.

ښاغلي احمد الطیب زیاته کړه چې د اوسنۍ لانجې یوازینی حل دا دی چې متجاوز ځواکونه د خپلو اسلافو په شان چې د نولسمې پیړۍ په اوایلو کې د افغانستان څخه ووتل، فورا ددې هیواد څخه ووځي. دده په باور خلک په خوږو او پستو خبرو نه غولیږي، او نن ورځ ولسونه ډیر ځیرک او هوښیار دي.

د مصر د الازهر شیخ احمد الطیب دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي، چې طالبانو په یوه رسمي اعلاميه کې د نړۍ په اسلامي تعلیمي مراکزو غږ کړی وه چې قرآن کریم ته سپکاوي او د قرآن کریم د نسخو د سوځیدلو په برخه کې خپل دیني او ایماني مسئولیت ته متوجه شي، او د اسلامي هیوادو او علماوو څخه یې په دې اړه د جدي غبرګون غوښتنه کړې وه.

په دې وروستیو کې د بګرام په نظامي اډه کې د امریکايي عسکرو لخوا د قرآن کریم د نسخو سوځولو د هیواد دننه او بهر د مسلمانانو سخته غوصه راپارولې او په غبرګون کې يې لا هم پراخې مظاهرې دوام لري.

کرزي د مسلمانانو د ترټولو سپیڅلي کتاب (قرآن) ته د سپکاوۍ پرضد د لاریونو د مخنیوي امر کړی، د راپورونو له مخې د پولیسو په ډزو کې تراوسه لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x