fbpx

ما ولې اسلام قبول کړ؟ – ۷

ژباړه اوغورچاڼ: عبدالغفار جُبیر

عيسايي راهبه امنه ولي مسلمانه شوه؟

امنه یوه بپتسمه[1] ورکونکې نجلۍ وه، د ښځودحقوقویوه بنیادپرسته وه،بله د نده يې د اوه چي خبریاله هم وه، پخپله علاقه کي يې ډېرانعامونه ګټلی د ي، د ډېرصلاحیت خاونده وه، یوه ورځ يې کمپیوټرخراب شوچي همداددې د مسلمانیدوسبب هم وګرځیدی،په ۱۹۷۵ کال کي د لومړي ځل لپاره د ې د کالج په ټولګۍ کي کمپوټر استعمالاوه، د اواوکلاهوماښارته ولاړه چي د خپل کاروبارلیدنه وکړی اویاهغه سمبال کړي، له د وواونیوڅخه وروسته چي راغله د دې کمپیوټرپه غلطۍ سره د تیترکلاس (Theater Class) لپاره ثبت شوی ؤداپه د ې سره خواشینې شول،دخپل خاوندپه مشوره سره د اوخپل استاذته ولاړه چي مسئله حل کړي، اویایوه چاره د دې وکړي، استاذيې ورته وویل چي همکاري به ورسره وکړي، کله چي د اوټولګۍ ته ولاړه حیرانه شوه چي ټولګۍ د عربوډکه د ه، وکورته راغله اوپریکړه يې وکړه چي بیابه وټولګۍ ته نه ځي،دې به ویل((زه نه غواړم چي د اوښانوځغلونکواوچټلوپه منځ کي کښینم)) د وې ورځي وتړلې د روازې ته ورغله اخروټولګۍ ته تلل د اځکه چي د اراهبه وه اودايې له ځان لپاره موقع وبلله چي کيدای شي عرب عیسایان کړم، کله به د ې په ټولګۍ کي وعربوته ویل ((که چيری تاسی پرحضرت عیسی علیه السلام ایمان رانه وړی چي هغه ستاسودګناهونوکفاره د ی نوتاسی به تل په د وږخ کي یاست)).

وبل لورته عربوهیڅ نه ویل خاموشه به وه، امنې کوښښ وکړچي د وی وعیسائیت ته واړوي اومرتديې کړي خوداونه شول اوس امنې بل تدبیروکړ هغه د اچي ((زه به د دوی مقدس کتاب قرآن کریم ولولم ترڅودوی ته يې ثابته کړم چي اسلام یوددرواغودین د ی اومحمدصلی الله علیه وسلم یودرواغجن نبی د ی)) نعوذبالله،یوه شاګرددې په غوښتنه وامنې ته قرآن کریم اوبل اسلامي کتاب ورکړ، یونیم کال امنې د قرآن کریم اونورو۱۵ اسلامي کتابونومطالعه وکړل،ځینی د اسی ایاتونه يې ورڅخه لیکلی وه چي د ې به د اښودل چي د اسلام د ین حق د ین نه د ی، په غیرمعمولي ډول سره د لومړي ځل لپاره د دې خاوندپه څه بدلونو پوه شو، هغه د اچي هره شنبه اوجمعه به د وی وشرابخانې ته تلل اوشراب به يې څیښل، خواوس امنه نه شراب څیښي، نه شراب خانې ته ځي، اوپه بیل وطاق کي ژوندکوي.

امنه وایی: (( ماداسی فکرنه کاوه چي زه د ي اسلام قبول کړم خوداسلام د مطالعې سره مي په د ماغ اوعقل کي انقلاب راغی نوځکه اسلام زمادټولوناخوالوحل د ی)) د اسلام مطالعه شروع د ه،یوه ورځ یومسلمان چي شیخ عبدالعزیزنومیدی له نوردروکسانوسره د امنې د کوردروازه وټکوله، اوویل يې چي زه خبرشوی یم چي تاسی اسلام قبلوي، د ې ورته وویل زه یوه عیسایی یم اوماخپل ټول وخت وعیسائیت ته وقف کړیدی، اوزه د اسلام په هکله یوڅه پوښتني لرم، مادشیخ عبدالعزیزڅخه پوښتنی وکړې زماوهرې پوښتنې ته يې قناعت بخښونکي ځوابونه راکړل، زمادهرې پوښتنې سیاق اوسباق يې هم معلوماوه،په هیڅ پوښتنه يې وماته بداو(بې عقله) نه د ي ویلي، پراسلام باندی زمااعتراضونه ختم شول، اخرمي د شیخ عبدالعزیزپه مخکي د مئی د میاشتی پر۲۱ په ۱۹۷۷ کال کي د شهادت کلمه وویله اوپه اسلام مشرفه شوم.

اوس زماداسلام ۲۴ کاله کيږي په لومړي ځل کي زماکورنۍ زماسره په پوره نفرت اوکرکې کي وه، د وی غوښتل چي ماووژني، خوالحمدلله اوس مي د کورنۍ زیات غړي په اسلام مشرفه شوی د ي.

داسلام قبلول زمالپاره په لومړیوکي ستونځمن کاروو د اځکه چي له د وستانو، ملګرو، موراوپلاره څخه بیله شوم د وی توجه نه راته کوله، له اقتصادي ستونځوسره هم مخ شوم د اهرڅه وماته الله جل جلاله اسانه کړل اوتیرشول، د اصرف اسلام ؤ، ماوملګروته ویل چي نوربه ګفې شفې نه وي،زماموردانه منل چي مااسلام قبول کړیدی موربه مي ویل چي امنه په جذباتوکي د ه، یاکيدای شی اعصابويې کارپری ایښی وي، نوغوښتل يې چي ماپه (Mental Health Institution) کي د اخله کړي، پلارمي بیاتردې حده په احساساتوکي شوچي توپک يې ډک کړ او غوښتل يې ماووژني، پلاربه مي ویل((زه نه غواړم چي زمالورددوږخ په تل کي وي، تراسلام يې وژل ښه د ي.))

کله چي ماپه لومړۍ ځل باندی حجاب وکړاوخپلی د ندي ته ولاړمه نوهغوی جواب کړم، خوهرڅه چي وه ماقرباني ورکړه، د اسلام لپاره مي هرڅه د لاسه ورکړه، د اچي مااوزماخاوندډيره مینه سره د رلوده اوموږدوه ماشومان د رلودل نوځکه خبره وطلاق ته ودریدل زه تراولادوهم تیره شوم، په محکمه کي قاضی راته وویل یابه له اسلامه تیریږې اویابه له ماشومانوڅخه، که اسلام نه پریږدې نو د ماشومانوروزنه به ستاپه غاړه وي، ۲۰ د قیقې وخت يې راکړچي زه بایدپریکړه وکړم، زه د تل لپاره د ماشومانوڅخه بیله شوم، اوله ځانه سره مي وویل چي الله جل جلاله مي ښه ساتونکي د ی، اوهرڅه مي پرالله جل جلاله وسپارل،داچي ماشومان پرماډېرګران وه نومي خپل د وسیه د کلوریډاومحکمې ته یووړل هلته د اپریکړه وشوه چي د مذهب په بدلون سره ماشومان له موره نشی جلاکيدلای، زموږپه کورنۍکي زمااناچي تر۱۰۰ کلونوڅخه زیاته وه په اسلام مشرفه شول، اوداسلام راوړلووروسته وفات شوه، له د ې څخه وروسته زماهغه پلارچي زه يې وژلم هغه مسلمان شو، زمادپلارپه مسلمانیدوسره مي د امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمربن خطاب رضی الله عنه کيسه رایاده شوه.بیامي مورمسلمانه شوه، ۱۶ کاله وروسته مي لومړی خاوندمسلمان شو، زوړخاوندمي راته وویل چي ما۱۶ کاله ته څارلې اوس پوه شوم چي ته حق يې ماوبخښه، ماورته وویل مامخکي لابخښلی يې.

نوربیا…

[1] په یوناني ژبه کي (Baptisma) اوپه انګلیسي ژبه کي (Batimsm) ورته وایي، په لغت کي وغوټه ورکولو، رنګ ورکولواونور… ته وایي، د ادعیسایانوتعمدی غُسل د ی، کله چي کلیساوغواړی چي یوڅوک په عیسائیت کي د اخل شي نوپه کلیساکي ورته ځای جوړشوی د ی، چي د زیتون تیل د اوبوسره ګډدی، کله چي په د ې ولمبیږي بیاسپین کالي په اغوندی چي د دوی په ګمان دا له ګناهونوپاک شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د