جوزجان کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): جوزجان کې طالبانو د ملي اردو يوه چورلکه رانسکوره کړې، څلور ټانکونه ويجاړ شوي او ۲۲ عسکرو ته په کې مرګ ـــ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، د جوزجان ولايت منجګک او مرديان ولسواليو په چوپان شهيد او الم لي سيمو کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ سخته جګړه شوې، چې له امله يې د ملي اردو څلور ټانکونه ويجاړ شوي او ۲۲ عسکرو ته په کې مرګ ــ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ غرمه مهال د ملي اردو عسکرو د دوی پر ملګرو بريدونه وکړل، چې په ځوابي ډزو کې يې د ملي اردو بريد په شا تمبولی، څلور ټانکونه يې ويجاړ کړي او په دغه جګړه کې ۲۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد زياتوي، د ملي اردو يوې چورلکې غوښتل، پر طالبانو بمبار وکړي، د طالبانو له لوري ويشتل شوې او رانسکوره شوې ده.

نن ټکی اسيا ته رسيدلي خبرونه وايي، چې په دغه جګړه کې ۱۷ عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د ذبيح الله مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې د دوی دوه ملګري هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د جوزجان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ جګړې روانې دي او طالبان هڅه کوي، چې د کمينونو او چريکي جګړو په مټ ملي اردو، پوليسو او سيمه ييزو اربکيانو ضربه ورکړي او خپله بريا ثابته کړي.

د طالبانو له لوري د عزم عملياتو له پيله مياشت پوره کېدونکې ده، چې د هېواد په لر و بر کې ګڼې سيمې او د ولسواليو مرکزونه نيولي او لا هم مخ پر وړاندې روان دي.

د ګډ حکومت دواړه مشران تر اوسه د دفاع وزير او لوی درستيز پر ټاکلو نه دي سلا شوي، په داسې حال کې د هېواد په لر و بر کې د طالبانو عمليات د پخوا په پرتله ډېر قوي شوي او ورځ تر بلې يې پرمختګ زياتيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د