وکیلان: د پکتيا سید کرم ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا ولایتي شورا وکيلان او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په سیدکرم، زرمت او احمد ابا ولسوالیو کې توندې جګړې روانې دي.

دوی پر مرکزي حکومت غږ کوي چې که یادو سیمو ته مرستې ونه رسېږي، نو ښايي په نږدې وخت کې دغه سيمې په تېره بیا سید کرم ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل بادشاه مجدي وايي چې سید کرم ولسوالي له څو نورو ولسوالیو سره لاره لري او د دې ولسوالي له سقوط سره د څو نورو ولسوالیو سقوط حتمی دی.

هغه وايي چې په سید کرم کې دومره طالبان زورور دي چې په رڼا ورځ دولتي مامورین له موټرو ښکته کېږي او په خبره يې دولتي کسان په دې سیمه کې تګ – راتګ نشي کولی.

د ولایتي شورا وکیلان هم ورته نظر لري او وايي چې د سید کرم په نا امنۍ کې امنیتي مسوولین ملامت دي، د دوی په خبره هغوی زړه نه شي کولی چې په یادو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د پکتیا په څمکنیو کې لا هم جګړه روانه ده، دغه څلو ورځنۍ جګړه چې لا هم په توندۍ روانه ده د دې سبب شوې چې ګڼې کورنۍ کډوالي ته اړ شي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو د منداخېلو سیمه نږدې بشپړه په واک کې کړې ده او سپین بیرغونه رپېږي، خو په خبره يې دولتي عسکر په سیمه بې پروا فیرونه کوي چې ګڼو کورنیو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ياده دې وي طالبانو د عزم عملیاتو په نږدې میاشت وخت کې په پنجشير، کندوز، بادغیس، فراه، پکتیا، غزني، زابل او ګڼو نورو ولایتونو کې ځینې ولسوالي بشپړې نیولې او ځينې يې تر محاصرې لاندې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد بهادر باوری
میلمه
محمد بهادر باوری

واقعا باتصرف نقاط استراتیژیک ولسوالی سید اکرم ولسوالی همجوار دیګرولایت بدون مقاومت سقوط خواهد کرد