اغلی میرمن سندوس وايي چې دا محاکمه یوه باطله او ناروا سیاسي محاکمه ده

ميرمن سندُس د ولسمشرۍ له دفتره د دار تر کړۍ پوري !

ليكوال: یوسف صمیم

مصرۍ سیاست پوه او د لوړو عصري زده کړو لرونکې ميرمن سندس (عاصم ) د حریت او عدالت د ګوند غړیې د هغو ۱۰۷ اخواني مشرانو په جمله کې تر ټولو کم عمره تورنه ده چې د قاهرې د جنایاتو محکمې په غیابي ډول په اعدام محکومه کړې او اسناد یې د وروستۍ پریکړې لپاره د شنبې په ورځ د مصر لوی مفتې ته وړاندې کړل شول.

میرمن سندس عاصم د انجنیر عاصم شبلي لور او د ګوښه کړای شوي ولسمشر ډاکټر محمد مرسي د واکمنۍ په مهال د هغه د دفتر مطبوعاتي مشره وه .

د میرمن سندس پلار د اخوان المسلمین له مهمو چارواکو او د مصري کتاب خپروونکو د اتحادیې مشر او مور یې ډاکټره منال ابو الحسن د ژورنالیزم د پوهنځي استاده ده.

آغلې میرمن سندس خپلې لوړې زده کړې د قاهرې پوهنتون په انګلیسې څانګې کې سرته رسولې او د مصر له امریکايي پوهنتون څخه یې د ژور نالیزم په برخه کې ماسټري تر لاسه كړې .

آغلې سندس اوس مهال د لندن په اکسفورد پوهنتون کې د تمدنونو ترمنځ د تفاهم په برخه کې زدکړې بشپړې کوي .

ميرمن سندس د اخوان المسلمین ګوند د رسمې ویب پاڼې د انګلیسي برخې د ټیم غړي او په ۲۰۱۲ کال یې د مسؤلې مدیرې په توګه وټاکل شوه .

نوموړې په کال ۲۰۱۱ کې د حسني مبارک په خلاف د مصري ولس د پاڅون له مهمو ګډون کوونکو څخه وه او داچې نوموړې په انګلیسې ژبې روانې خبرې کولې نو د پاڅون پرمهال به ډیری غربي رسنیو ورسره ژوندۍ مرکې کولې چې له دې امله یې سیاسي شهرت نور هم زیات او غربي رسنیوبه ورته د حریت او عدالت ګوند د مشهورې ویاندې او یاهم په غربي نړۍ کې د اخوان المسلمین ګوند د سفیرې لقب کاراوه.

په کال ۲۰۱۲ کې میرمن سندس د لیري کړل شوي ولسمشر ډاکټر مرسي د واکمنۍ پرمهال د حریت اوعدالت ګوند په استازیتوب د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړه او هلته یې د کارنیجي مرکز او نورو څړنیزو مؤسسو لخوا په جوړو شویو غونډو کې برخه واخیسته او د خپل ګوند او په سیاست کې د هغه مشارکت په اړه یې د یادو مؤسسو کار کوونکوته معلومات ورکړل. نوموړي له ډیره وخته راهیسې د مصر د پیښو په اړه امریکايي مطبوعات څاري او هغوي ته دخپل ګوند درسمي دریځ په ترڅ کې ځواب وايي.

میرمن سندس تر اوسه پوري د خپل ګوند د رسمي موقف په اړه په انګلیسي ژبه بیلابیلې مقالې لیکلې چې ډیرې مشهورې یې (اخوان المسلمین او امریکايي دیموکراسي) او( ایا اوباما کولای شي چې د سیاسي اسلام لپاره نوي هیلې راوټوکوي؟ ! )

په دې مقالو کې میرمن سندس امریکايي اداره له اخوان المسلمین سره تفاهم ته رابللې او دا کار یې دسپینې ماڼۍ او اخوان المسلمین ترمنځ د اړیکو جوړولو یو ښه ګام بللی.

آغلی سندس د ډاکټر محمد مرسي د واکمنۍ په مهال د ۲۰۱۲کال د جون له میاشتې د ۲۰۱۳ کال د جولای تر ۳ پوري د ولمشرۍ په دفترکې له غربي رسنیو سره د مطبوعاتي ټیم د مشرې په حیث دنده تر سره کړې .

د پوځي کودتاچیانو له لوري د ډاکټر محمد مرسي تر ګوښه کولو وروسته چې د هغوی لخوا د اخوان المسلمین د پلویانو تعقیب ، بندي کول او پر هغوی باندې د جاسوسي او نورو الزامونو لګول پیل شول او په دې تړاو ۱۰۷ تنه لوړ پوړي چارواکې چې دهغو په جمله کې ښاغلی ډاکټر محمد مرسي ، داسلامي علماوو دنړیوالې اتحادیې مشر ډاکټر یوسف قرضاوي ، داخوان المسلمین عمومي مرشد استاد محمد بدیع ، خیرت شاطر ، ډاکټر بلتاجي او د دې ګوند نورمهم غړي شامل ول دهغو په لړ کې د آغلي میرمن سندس نوم هم د کم سنه میرمني په حیث شامل دی او دا به لومړی ځل وي چې د اخوان المسلمین ګوند د نارینه لوړ پوړو عمر خوړلیو چارواکو ترڅنګ یوه ۲۸ کلنه د عصري لوړو زده کړو لرونکې میرمن هم په اعدام محکومیږي.

اغلی میرمن سندوس وايي چې دا محاکمه یوه باطله او ناروا سیاسي محاکمه ده ، او دا زما نیکمرغي ده چې زه دانقلابي حکومت له ولکې ډیره لیري په انګلستان کې اوسیږم .

د مصر ي پوهنتونو د محصلینو د اتحادیو مشران او په دې هیواد کې نوري اکادیمیک او علمي کړۍ ټول په دې نظر دي چې میرمن سندس هم د نورو اخواني مشرانو په څیر د مصر دپوځي کودتاچیانو له لوري یواځې د هغې د تنظیمي تمایلاتو له مخې په اعدام محکومه شوې ، له اخوان المسلمین سره له تنظیمي ارتباط پرته نور هغه په خپل هیواد او همداراز په غربي نړۍ کې د یوې عالمې سیاست پوه او تګړه شنونکي په حیث پیژندل شوي بارزه څیره او په خپل ټول ۲۸ ژوند کې هیڅ ډول جرمي دوسیه نه لري .

د غه علمي او اکاډیمیک حلقات پر دې تعجب کوي چې هغه غربیان چې په نوره نړۍ کې د ښځو د حقوقو د دفاع چیغې وهي ولي د یوې عالمې او تکړه سیاست پوهې سندس عاصم د اعدام په اړه چوپه خوله دي ؟!

هغوی وايي که بالفرض دا ډول یوه سیاست پوه او عالمه ښځه د آزاد خیالي په جرم د کوم مسلمان هیواد د قضايي محاکمو لخوا په اعدام محکومه شوی وای اوس به د هغې په دفاع کې په ټولو غربي هیوادونو کې لاریونونه روان ول .

خو داچې هغه دیوه اسلامي ګوند مربوطه او په خپله هم یوه باحجابه مسلمانه میرمن ده نو ټولو یې په اړه بي پروايي غوره کړې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گوربت
میلمه
گوربت

دمصرلہ امریکایی پوھنتونہ تراکسفورڈہ. لہ مزلہ داویرہ ھم شتہ چے دکوم لویذیزھیواد لہ استخباراتوسرہ تڑلی وی