نړۍ

ډنمارک د خپلو عسکرو افغان ژباړونکو ته پناه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ډنمارک جنګېدلي عسکر وايي چې حکومت يې افغان ژباړونکو ته پناه نه ورکوي.

دوی په یوه لیک کې له خپل دولته غوښتنه کړې چې د دوی له افغان همکارانو سره دې خپله کړې ژمنه ترسره کړې.

ډنمارک حکومت په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د خپلو عسکرو له ماتې وروسته وویل چې د دوی له عسکرو سره ټولو ۱۹۵ افغانانو د ژباړونکو په توګه کار کړی دی، چې ۱۵۲ تنو ته به يې ډنمارک دولت ژر تر ژره پناه ورکړي.

ډنمارکي پوځیان وايي چې د دوی دولت په دې ژمنه کې پاتې راغلی او د دوی له لسګونو افغان ژباړونکو نه يې یوازې شپږو تنو ته په دې هېواد کې پناه ورکړې ده.

پوځیانو د خپلو ژباړونکو ستاینه کړې ده او ويلي يې دي چې دې افغانانو په افغانستان کې د دوی بیرغ پر اوږو وړی، د طالبانو پر کمینونو برابر شوي او د دوی لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو له یرغل سره جوخت ګڼو افغانانو له بهرنیانو سره د ترجمان په توګه کارونه پیل کړل، چې د دوی همکارو هېوادونو ورته پخپلو هېوادونو کې د ښې هستوګنې ژمنې هم ورکړې وې.

سره له دې چې ډنمارک هېواد خپلو ژباړنو ته پناه نه ورکوي، خو امریکا ته رسيدلي افغان ژباړونکي هلته د ژوند له سختیو ځورېږي او وايي چې دوی په امریکا کې تریخ ژوند تېروي.

دغه افغان ژباړنکي وايي، چې امريکايي عسکرو افغانستان کې دوی سره ډېرې غوړې ژیړې وعدې کړې وې، مګر امريکا ته له راتلو وروسته دوی تر اوسه هم د هغو وعدو د عملي کولو په تمه شپې ورځې تېروي او دوی اړ دي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د تېرو ديارلسو کلونو په ترڅ کې زرګونو افغانانو بهرنيو عسکرو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی او د خپلو دندو په ترڅ کې يې ګڼې امنيتي او ټولنيزې ستونزې ګاللي دي او اوس چې بهرني عسکر له افغانستانه په وتو دی، افغاني ټولنه کې د ژباړونکو ژوند ورځ تر بلې په تريخيدو دی او دوی خپل ځانونه خوندي نه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

درنولوستونكوسلام اودرناوي . داچي د دنمارك ښكيلاگردولت پخپلوټولوكړنوكي كوم دسړيتوب كارچي كړي هغه يي همدادژباړونكوپه هكله پركړه ده اوبس . كله چي صليبيانوزمونږپه گران هيوادبربنډاودټولوبين المللي اصولوخلاف يرغل وكړنوپه بيلابيلونومونويي خپل روزل شوي گوډاگيان دځانه سره راوستل چي يو دهغودغه دون همته اوذليل ژباړونكي ول چي دخپلي خاوري ،دين ،ناموس،خپلواكئ په خرڅلاوكي صليبي يرغلگروته په پوره اخلاص اوصداقت سره ورسپارل شوي دندي ترجنسي سرحد پوري سرته ورسولي خويوڅه چي سم كارشوي هغه داچي دهټلر روح يي ښادكړځكه هغه به داسي خلك چي دخپل هيواد دخرڅلاوپه برخه كي د اس،اس دواكمنانوسره مرسته وكړه نوورسته به يي په داروځړاوه اوويل به يي… نور لوستل »

pattang

خو مرګ په هغوئ چې له اشغلګرو سره ئۍ کار او مخبرې ېۍ ورټه کوله !!!
ښه شوه چې بر مخ ېی ور ټو کړل !!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx