روسيې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو لار وتړله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د روسیې لومړي وزیر د یوه فرمان په صادرولو سره امر کړی چې د روس له لارې څخه دې نور افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو لاره وتړل شي.

د روسیې خبري اژانس انترفاکس ویلي چې د لومړي وزیر دیمتري میدفیدیف له خوا په صادر شوي فرمان کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۱۳۸۶ پریکړه لیک باندې د کار موده پوره شوې ځکه دوی نور د روس له لاري اجازه نه ورکوي چې د دې ځواکونو لپاره دي د روسیې له لاري اکمالات وشي.

د دې نوي فرمان پر اساس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته امر شوی چې د بهرنیو ځواکونو ټول مقامات او ځمکني او هوايي لاري څخه اکمالاتي شرکتونه په دې خبر کړي، چې نور د روسیې له لاري څوک اجازه نه لري چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اکمالات وکړي او نه هم د دې اجازه لري چې له افغانستانه خپل عسکري وسایط او وسلې خپلو هیوادونو ته انتقال کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کال ۲۰۰۱ کې ۱۳۸۶ نمبر پریکړه لیک صادر کړ او په دغه پریکړه لیک کې یې د کابل او د هغه د اطرافو د امنیت د خوندي کولو غوښتنه وکړه.

کابل ته یې د ایساف تر نامه لاندي د نړیوالو ځواکونو ور لیږل اعلان کړل، چې لومړی يې د شپږو میاشتو لپاره یې د کار دنده ټاکل شوې وه او بیا دغه موده کال په کال غځېدله، تر دې چې د تیر کال ۲۰۱۴ په دیسمبر میاشت کې ایساف د پوځي ماموریت د پای اعلان وکړ او یو شمېر پوځيان یې د روزني او همکارۍ په پلمه پرېښودل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د