نړۍ

د امریکا د کانګریس غړی: پاکستان دوه مخی دښمن دی

Rohrabacherنن ټکی آسیا: د امریکا د کانګریس غړي ډانا روهرا بیکر ویلي چي پاکستان د دوو مخونو والا دښمن دی، په یوه مخ راته وايي چي مونږ ستاسو دوستان یو، او په بل مخ زمونږ سره دښمني پالي.
نومړي کانګریس ته په خپله وینا کې ویلي: پاکستان هغه غیرت مند او میړنی کس نیولی چا چي د اسامه بن لادن په پیدا کولو او وژلو کې د امریکا د سپيشل فورس سره ډیره همکاري کړې.
پاکستان د امریکا سره د اسامه بن لادن په شهادت کې د همکاری په تور ډاکټر شکیل نیولی، د هغه ټوله جایدادونه یې ضبط کړي، او تمه کیږي چي پر هغه به ډیر ژر د غداری محکمه وسي، او په دغه جرم به زندۍ سي.

نومړي ویلي چي د امریکا ولس مشر اوباما باید په دې اړه جدي غور وکړي، او دا خپل قضیه وبولي، او پاکستان ته په را روان کال کې د امریکا له خوا منظور سوې کومک ۲.۲ اربه ډالر ور نه کړي.
د کانګریس دغه غړي ویلي چي پاکستاني ډاکټر شکیل خپل ژوند په ډیره غیرت او زړورتیا سره په خطر کي واچوی، او د اسامه بن لادن د کور معلومات یې وکړل تر څو هغه د امریکا د سپيشل فورس له خوا ووژل شو، خو په نتیجه کې هغه په پاکستان کي ونیول سو، د هغه ټول جایدادونه او د بینک اکاونټونه یې  ضبط سول، او اوس په پاکستان کې په جیل کې پروت دی، د غداري تهمت ورته متوجه دی، او کیدای سي په همدې تهمت سره زندۍ سي.
نومړي زیاته کړې چي د ډاکټر شکیل کردار باید تسلیم سي، او سپینه ماڼۍ باید هغه یوازي پری نه ږدي، او ولس مشر اوباما باید په دې اړه په شخصي او جدي توګه مداخلت وکړي.
نومړي ویلي چي اسامه بن لادن په امریکا کې زمونږ ۳۰۰۰ کسه را ووژل، او پاکستان دغه کس ته په کلونو کلونو ځای او پنا ورکړه، پاکستان دوه مخیزه دښمن دی، په ظاهره راته وایی چي مونږ ستاسو دوستان یو، خو په اصل کې زمونږ دښمنان دي، باید په راتلونکي کال کې د امریکا له خوا منظور شوی ۲.۲ ارب ډالره کومک ورنه کړل شي.
نومړي په خپله وینا کې ویلي چي د ډاکټر شکیل د غیرت او میړاني له کبله باید امریکا هغه ته د کانګریس له خوا یو مډال ورکړي.
باید وویل شي چي د امریکا د کانګریس دغه غړی د پاکستان څخه ښه احساسات نه لري، هغه ددې تر مخه د امریکا کانګریس ته د بلوچستان د ازادی لپاره هم یو لیک وړاندي کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x