fbpx
democracy

ډیموکراسي؛ یعنې کفر – درېيمه برخه

اسحاق اختر

د اکثريت په رايه پريکړه کول

د ډيموکراسې ټول اصول په عمومې ډول په دوه کټګوريو سره ويشل شوي دي چې يو يې دادې چې اعتبار به اکثريت ته ورکول کيږي او دويم يې د آزاديو برخه ده چې د ژوندانه په ډګر کې له مختلفو ازاديو نه بحث په کي کيږي.

پورته ويش مولوي عبدالهادي (مجاهد) هم په خپل کتاب (فکرې پوهنه ) کې راوړی دی. هغه هم د ډيموکراسۍ ټول اصول په دوه برخو دسته بندې کړي دي، اول پريکړه به د اکثريت معتبره وې او دويم يې د آزاديو لپاره اصول دي.(فکري پوهنه)

نوموږ هم خپل دغه څيړنه ان شاء الله په همدې ترتيب تر سره کوو، چې هر يو به يې په خپل وارسره د اسلام له نظره څيړو، نو دا څيړنه مو د ډيموکراسۍ د لمړي اصل (اکثريت) په اړه ده، چي ان شالله ترخپله وسع پوري به يې واضح کړو.

د ډيموکراسۍ يو با ارزښته اصل دادی چې فيصله به د اکثريت په طرف کيږي، يعنې په ډيموکراسې کې چې کله په يوه مسئله کې خلک پردوه برخو وويشل شول او سره اختلاف يې شو نو هر طرف چې زيات وه هغه اکثريت دی او پريکړه به دهغوی په ګټه کيږي.

په ډيموکراسې کې که اکثريت پريکړه وکړه چې دهمجنسه واده (نر له نرسره او ښځه له ښځې سره) کول دې قانوني وګرځول شي نو دابه حتماً قانونې ګرځول کيږي. ځکه اکثريت يې غواړي لکه په ځينو هيوادونو کې چې اوس دا قانونې ګرځول شوي دي.

همدارنګه که اکثريت وغواړي چې لواطت کارانو ته دې قانونې اجازه ورکړل شي، يعنې لواطت دې د خلکو قانوني حق وګرځول شي نو همداسې به کيږي ځکه د اکثريت خبره ده.

همدارنګه که سبا اکثريت وغواړي چې له حيواناتو سره واده کول دې قانونې شي هم به يې کوي، که اکثريت وغواړي چې خلک دې لوڅ لغړ ګرځي، نو په ډيموکراسې کې بايد همداسې وشي. ځکه اکثريت يې غواړي … اوداسې نور. د ډيموکراسې په دې اصل کې يواځې د خلکو ډيرښت ته کتل کيږي او بس.

په داسې حال کې چې الله تعالی موږ ته په قرانکريم کې د تيرو امتونو کيسې کوي چې هغوی ته به کله زموږ استازی راغلی نو دوی به يې په ټولو مخالفت کوی او يا به اکثريت له هغوی نه مخالفت کوی، نو الله تعالی به په خپل عذاب سره تبا او برباد کړل. مثلاً د نوح عليه السلام قوم. کله چې نوح عليه السلام خپل قوم ته ۹۵۰ کاله د حق دعوت وکړ، نو يوازې د ګوتو په شمير کسان چې تعداد يې تر سلو زيات نه و، دده دعوت قبول کړ او نورو ټولو انکار وکړ، کله چې نوح عليه السلام له دوی نه نور نااميده شو او حق ته يې غاړه نه ايښودل نو الله تعالی ته يې له دوی نه شکايت وکړ، چي له دوی نه نور د خير تمه نشته يا الله تعالی ته يې د ځمکې له مخ نه ورک کړې. الله تعالی يې دا دعاء قبوله کړه او هغوی يې د طوفان په واسطه تباه او برباد کړل. مګر الله تعالی ورته ونه ويل چې خبره د دوی معتبره ده چې اکثريت دي او ستا خبره اعتبار نه لري ځکه چې ته اقليت يې.

همدارنګه هر پيغمبر چې الله تعالی مبعوث کړی دی، نو هميشه يې اکثريت مخالفت کړی دی. لکه ابراهيم عليه السلام ، لوط عليه السلام ، شعيب عليه السلام ، هود عليه السلام ، موسی عليه السلام ، عسی عليه السلام او نور پيغمبران عليهم السلام.

همدارنګه حضرت محمد صلي الله عليه وسلم چې کله الله تعالی مبعوث کړ، نوهم يې اکثريت مخالفت شروع کړ او په مقابل کې يې ودريدل، مګر الله تعالی د اکثريت پر ځای د اقليت چې مسلمانان وه، مرسته اونصرت وکړ. ځکه چې حق له اکثريت نه نه بلکې له اقليت سره و.

نو د الله تعالی د مرستي او نصرت معيار حق او د حق فرمانبرداراې ده ، نه ، اکثريت او اقليت .

همدارنګه الله تعالی په قران کريم کې خپل پيغمر (ص) ته داسې فرمايي : وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ (116) الانعام

ژباړه:[ او که ته پيروې وکړې د اکثرو کوم چې په مځکه کې دي (که ته داکثرت والاو په خوښه باندي پريکړه وکړې) تا به ګمراه کړي دالله تعالي له لاري نه په حقيقت سره دوی (اکثريت) پيروې نه کوي مګر يوازې د (خپلو) ګمانونو او نه دي دوی (اکثريت) مګر اټکل کوونکي.]

علامه مودودي (رح) ددې ايات په تفسير کې فرمايي : له دې امله هيڅ حق پالوونکی انسان بايد ديته ونه ګورې چې د نړۍ د انسانې ټولنو زياتره برخه په کومه لاره روانه ده، بلکې هغه بايد په پوره متانت (ټينګوالي اواخلاص) په هغه لاره لاړ شي چې الله تعالی ورښودلې ده. خير دئ که ددې لارې په تلو کې هغه په ټوله نړۍ کې يوازې هم پاتې شي (تفهيم القران ، ج۱ ص ۷۶۲).

الله تعالی وايي چې تاسو داکثريت په پريکړو او خوښيو پسې مه ګرځئ، ځکه دوی يوازې دخپلو ګمانونواواټکلونوپر اساس پريکړي کوي او د حق پيروان نه دي. په داسې حال کې چې په اسلام کې پريکړه د حق او عدالت پر اساس کيږي. يعنې څه چې حق وي پريکړه به په هغه کيږي او دې ته نه کتل کيږي چې ددې حق طرفداران اکثريت دي او که اقليت. ځکه حق دالله تعالی پيروې ده او اکثريت ته کتل او پريکړه کول د نفسي خواهشاتو پريکړه ده.

د ډيموکراسې په دې اصل کې دا نه کتل کيږي چې دغه اکثريت والا څوک دي، دکوم فکر خلګ دي، پر حق دي او که پر ناحقه دي، اعمال ، اخلاق او پوهه يې څومره ده، بس چې اکثريت شول نو پر حق شول او فيصله به د دوی په خوښه کيږي. مثلاً که يوطرف ته۱۰۰ کسان علماء، مجتهدين، عابدان ، متقيان ،نيکان…وي او بل طرف ته ۱۱۰ کسان شرابيان، زناکاران، لواطت کاران، ډمان … وي نو دډيموکراسې ددې اصل له مخې پريکړه به ددويمې ډلې په ګټه کيږي، يعنې د (۱۱۰) والاو په خوښه ځکه وايي چې دوی اکثريت دي. اوس نو تاسو خپله پريکړه وکړی چې آيا دا عقل هم منلی شي چې دهغه ۱۰۰ تنو چې ټول پوهان او دالله تعالی دلارې پيروان دي خبره دې يې ناحقه وي او په خوښه يې بايد پريکړه ونه شي او ددغه (۱۱۰) تنو لنډغرو په خوښه دې پريکړه وشي؟ آيا دا واقعاً هم بې شعورې او بې عقلې نه ده؟ …نوربيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د