ديني عالم او روحاني شخصيت صوفى جان آغا د اجل داعئ ته لبيك وويل

ليكوال: عبدالبصير منيب

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ
العنكبوت ٥٧

د تگاب فخرالمشايخ مياگل جان آغا څلورم زوي او د هغوي جانشين، صوفي جان آغا يو ديني عالم، جهادي، روحاني، عابد او متقي شخصيت وو. مرحوم صوفي جان آغا او د هغوي د كورني نور غړي د شوروي اتحاد د اشغال پر وخت په جهاد كې فعاله ونده درلوده.

د غويئ د كودتا وروسته د هغوي والد صاحب مرحوم كله چې د كمونيستي حكومت پرضد د جهاد اعلان وكړ نو د هغوي كور، مدرسه او كلي د تره كي كمونيستي حكومت لخوا بمباردمان شو او پاكستان ته هجرت ته مجبور شول.

الحاج محمد حامد چې تولنه كې په صوفي جان آغا مشهور وو نو هغوي تول عمر په عبادت، رياضت او د خلكو تر منځ په اصلاح كې بوخت وو.

د جهاد په دور كې صوفي جان آغا د نجات ملي تنظيم سره سياسي اړيكې او د نوموري تنظيم اجرائيه غړي او په ضمن كې د دعوت او تنظيم كميتي مشر وو، خو كله چې مجاهدين كابل فتح، داخلي جنگونه، طالبانو امارت او هغه نه وروسته د كرزي حكومت هيچا سره هم سياسي اړيكئ او فعاليت نه درلود او هميشه د هغوي دا كوشش وو چې د سولي او امنيت لپاره كار وكري.

هغوي چې د افغانستان د علماو شورا، لجنة الإغاثة دفتر غړيتوب درلود نو د تنظيمي جگړو پروخت د مصلح وفد په توگه د هغه وخت دولت او نورو دلو تر منځ وساطت كوو، اما متاسفانه چې د هغه او نورو ملگرو كوشش كومه مثبت نتيجه يي ورنكړه او خپل عبادت او رياضت كې بوخت وو.

صوفي جان آغا متواضع، حليم، برده بار، مهربان او د ښو اخلاقو خاوند وو او تولو سره دير ښه اړيكئ درلودي.

صوفي جان آغا چې څو مياشتو راهيسي ناروغ وو نو د غويئ مياشت په ٢٧ نيته، ١٣٩٤ لمريز كال د سعودي عربستان په يو روغتون كې فانئ دنيا څخه سترگئ پتي او ابدي ژوند ته مخه كړه.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

صوفي جان آغا په سفر او حضر كې كله چې د هغوي والد صاحب حيات وو نو د هغوي خدمت كې بوخت وو.
په ژوند كې د هغوي دا دعا او هيله وه چې خپل والد صاحب ترڅنگ خاوروته وسپارل شي، خوشبختانه د هغوي دعا او آرمان پوره او خپل والد صاحب سره نږدي د مکې مکرمې جنت المعلىٰ هديرئ كې خاوروته وسپاړل شو.
دهغوي وفات د افغانستان ديني او روحاني تولني او مسلمان ولس لپاره يوه لويه ضايعه بولو.

د الله تعالي له درباره ارواښاد صوفي جان آغا ته مغفرت او جنت الفردوس هيله لرو او د فخرالمشايخ روحاني كورني، منسوبين، مربوطين د ديني علماو تولنه او د افغانستان مسلمان ولس ته د عظيم اجر او صبر غوښتونكئ يو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجنیر عبدالحکیم رحمتی
میلمه
انجنیر عبدالحکیم رحمتی

الله متعال جنت فردوس را نصیب محترم صوفی جان آغا نماید و از بار گاه ایزد متعال برای فامیل محترم شان اجر عظیم وصبر جمیل تمنا میدارم وو اقعآ یک ضایعه بزرک برای امت مسلمه هست روح شان شاد باد