صلحه، پاکستان او غربي استخبارات!!

سمندر شېرزاد

د موجوده رژیم وسلوالو مخالفینو دسولې د اوازو سره سم دوه یاداښتونه کېښودل؛ اول دا چې د افغانستان د رژیم له چارواکو سره دصلحې خبرې نکوو ځکه چې واک نلري.

دویم دا چې په افغانستان کې دیو اشغالګر عسکر پاتې کیدل هم داشغال ددوام په معنی نیسو او دصلحې د مذاکراتو لپاره یې خنډ ګڼو.

وسلوالو مخالفینو په اولني دريځ سره افغان رژیم تحقیر کړ او په دویم سره یې صلیبیان وننګول او نړۍ ته یې جوته کړه چې صلیبیانو مو په زاریو کړي او دصلحې لپاره لمنې غوړوي

کله چې دښاغلي کرزي دواک موده پای ته ورسېده او ټاکنې لانجمنې شوې او دویم پړاو ته ولاړې؛ په دویم پړاو کې ښاغلی غني په زیاتو رایو دخپل سیال څخه وړاندې وو مګر دټاکنو رڼې پایلې دغربیانو لپاره دخطر زنګ وو.

غربیانو ډاکټر عبدالله عبدالله په ملا وټپاوه او دښاغلي غني سره یې ښکر په ښکر کړ او بیا یې دتړون له مخې واک سره مساویانه ووېشه.

دواک وېش او پس پرده تړونونه د امریکایي خارجه وزیر په وړاندې ترسره شول؛ غني یې دپاکستان او طالبانو څخه وویراوه او عبدالله عبدالله یې په واک ورشریک کړ.

غربیانو یو کمزوری نظام را منځ ته کړ او وېره یې پرې کښېنوله ، همدلته غربیانو وکولی شول چې په افغانستان کې خپل شتون یقیني کړي او دصلحې کوششونه له منځه یوسي.

واک ته له رسېدو سره سم ښاغلي غني خپله غصه په ځای ددې چې په غربیانو سړه کړی وای په طالبانو وباسله او دصلحې لپاره یې پاکستان ته لاس ور وغځاوه؛ پاکستان هم غني په دوکه کې وساتلو او یو مصنوعي شین چراغ یې ورته روښانه کړ چې ګواکې ډېر زر به طالبان پښو ته ورته وغورځوي.

د غني ګډ وډ تفکر دطالبانو غصه را وپاروله او نړۍ ته یو وار بیا ثابته کړه چې پاکستان پرې هیڅ اثر نلري او نه یې په خوله دي.

بلکې امارت دیو مستقل نظام نوم دی ، پرېکړې یې خپلواکې دي او هیڅ وخت به دافغانانو په سرنوشت او مذهب سودا ونکړي.

مایوسه اسلام اباد ، مایوسه کابل او مکارې امریکا په طالبانو دفشار لپاره یو بل پلان په کار واچاوه ترڅو ددې لارې څخه په طالبانو سیاسي فشار زیات کړي. طالبان له څو ډلو سره په جګړه اخته کړي ، له خپلو سختو شراېطو څخه یې تنزل ته اړ کړي او په نتیجه کې یې غربیان ، پاکستان او کابل خپلو موخو ته ورسیږي.

په طالبانو دسیاسي فشار اول ګذار دداعش په نوم وشو ، څېړونکي دداعش ګذار تر نورو ټولو ګذارونو خورا مؤثر ځکه ګڼي چې دا به په څوارلس کاله کې اول وار وي چې دطالبانو صفونه یې مات کړی شول او دطالبانو په ضعیف اقتصاد اخېستل شوې وسلې په دوی ور وګرځول شوې.

له بله پلوه طالبان په افغانستان کې دداعش دشتون په اړه چوپ پاتې دي او داسې انګیري چې په افغانستان کې قطعا داعش شتون نلري او هر هغه څوک چې ددوی د قواوو خلاف وسله پورته کوي دوی یې دغربیانو لخوا مستخدم شوي ګڼي.

له بله پلوه په افغانستان کې دداعش دشتون په اړه دعراق ددولة الاسلام چوپتیا دا خبره لا زیاته روښانه کوي چې داعش رښتیا هم په افغانستان کې شتون نلري بلکې دغربي استخباراتو یوه سیاسي او دسایسي لوبه روانه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زرین کابل
میلمه

يوځه خره شته چې دامارت له جنايي تفتیش نه دځان دخلاصون لباره همدا دداعش نوم يادوي،غلاوی اوتیښتونې کړې اودامارت له لایحې سرغړونو دامارت دمحاکمو له پریکړو سره مخ کړې اوس دداعش په نامه ځان خلاصولو کوشش کوي اويوڅه ناخبره مخلص کشران هم ورپسې دي،
نه داعش پری خبرده اونه يې پیږني
ددغو خلکو خالی صلاخ کوا اودمقابلي په صورت کې وژل ددولتي قواوو سره توپیرنلري.محدودخلګ دي الله به وشرموي انشالله