افغانستان

حزب اسلامي د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو څخه اندیښنه نه لري

gulbadeen hikmatyarنن ټکی آسیا: حزب اسلامي افغانستان په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي د افغانستان د مسئلې د حل لپاره باید د امریکایانو او افغان حکومت دواړو سره خبره وشي.
دغه خبرپاڼه چي نن خپره شوې، مخته وايي چي حزب اسلامي تل دداسي مذاکراتو ملاتړ کړی چي هدف یې د افغانستان د بحران لپاره د حل عادلانه لاري چاري لټول وي.
خبرپاڼه چي د ( د قطر مذاكرات او د حزب دريځ ) تر عنوان لاندي نن خپره شوې، د طالبانو او امریکایانو تر منځ د افهام او تفهم اوسنۍ لړۍ ته په اشاره سره وايي چي حزب اسلامي په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو څخه هیڅ اندیښنه نه لري، او زیاته وي چي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د بحث وړ مسائل ډیر دي،

او طالبان کولای سی چي د خپلو ستونزو د حل لپاره د امریکایانو سره خبري وکړي، خو توصیه کوي چي دا مذاکرات پټ نه بلکي ښکاره مذاکراتو ته باید ترجیح ورکړل شي.
د حزب اسلامي له خوا خپره شوې دغه اعلامیه نن ټکی آسیا خپلو مینه والو ته کټ مټ خپروي.


د قطر مذاكرات او د حزب دريځ

بسم الله الرحمن الرحيم

حزب اسلامي تل د داسي مذاكراتو ملا تړ كړى چي موخه ئې د افغانستان د بحران لپاره د منلو وړ عادلانه حل لټول وي، كه دا د كابل له حكومت سره وي او كه له امريكايانو سره. په قطر كي د طالبانو او امريكايانو تر منځ د مذاكراتو نه يوازي مخالف نه دئ او په دې اړه څه اندېښنه نه لري بلكي په دې باور دئ چي طالبان له امريكايانو سره ډېري لانجې او د بحث وړ مسائل لري، كولى شي د خپلو لانجو حلولو په موخه له هغوى سره مذاكرات وكړي، خو دوى او ټولو هغو ته چي غواړي د مذاكراتو له لاري روان بحران ته عملي او عادلانه حل ولټوي؛ څو توصيې لرو:

•    تر پټو مذاكراتو څرگندو ته ترجيح وركړئ.

•    مذاكرات په دوو برخو ووېشئ: له بهرنيو ذيدخلو لوريو سره په دوى پوري اړوند قضايا او له كورنيو لوريو سره د كورنيو قضاياوو او د افغانستان د مستقبل اړوند قضايا، له يوه لوري سره بايد يوازي د بهرنيو فوځونو د وتلو موضوع وڅېړل شي نه د افغانستان مستقبل او د راتلونكي نظام څرنگوالى، دا دواړه يوازي په افغانانو پورې تړلې مسئلې دي چي پردي ئې په اړه د څه ويلو حق نه لري.    

•    د فرعي مسائلو پر ځاى پر اساسي مسائلو تركيز وكړئ، اساسي مسائل دا دي: بهرني ځواكونه دي له افغانستان ووځي، د گاونډيو لاسوهني دي متوقف شي، د افغانستان د راتلونكي په اړه دي افغانان په خپله او له بهرني فشار او مداخلې پرته تصميم ونيسي، دوى دي د پرديو له وساطت پرته په خپلو كي كښېني، قدرت دي يوه موقت حكومت ته انتقال شي، د همدې حكومت تر اشراف لاندي دي آزاد او عادلانه انتخابات ترسره شي، ټول لوري دي د ملت رأيي ته درناوى وكړي او له دې وروسته دي هيڅ ډله د پرديو د مټو په زور او د توطئو او كودتاگانو له لاري قدرت ته د رسېدو هڅه نه كوي.

•    موږ د امريكايي چارواكو په غوښتنه كابل ته هيئت ولېږو، د دوى په غوښتنه ئې د كابل له چارواكو سره ليدني درلودې، دواړو لوريو ته ئې د مجاهدينو دريځ تشريح كړ، انتظار ئې دا وو چي ښايي دوى به د بحران د حل كومه طرح ولري، خو متأسفانه له دواړو سره نه د منلو وړ طرح وه او نه د جگړي د پاى ته رسولو تلوسه او د بهرنيو ځواكونو د بشپړ او بلاقيد و شرط وتلو اراده. د بهرنيو ځواكونو له وتلو پرته جگړه پاى ته نشي رسېدلى.

•    سره له دې چي گمان كوو امريكايان به په قطر كي همغه څه وايي چي زموږ هيئت په كابل كي ترې اورېدلي، بيا هم د داسي مذاكراتو مخالف نه يو، لكه څنگه چي د هر مجاهد قدر كوو او هغه د خپلي لاري همسفر گڼو كه څه هم د بلي ډلي غړى وي؛ همداراز د هغو مذاكراتو ملاتړ كوو چي د بهرنيو ځواكونو په وتلو او د اشغال په خاتمې منتج شي. خو په دې باور يو چي يوازي له بهرنيو سره مذاكرات كافي نه دي، ډېر نور داسي مسائل هم شته چي د افغانانو له خپل منځيو صادقانه مذاكراتو پرته نشي حل كېدى.

حزب اسلامي افغانستان

5/12/1390

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x