افغانستان

طالبانو بادغيس کې له دوو سوو زيات امنيتي ځواکونه محاصره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د لويديځ زون امنيتي چارواکي وايي، چې د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ کې له دوو سوو زيات امنيتي ځواکونه په خپلو مرکزونو کې د طالبانو له لوري محاصره شوي دي.

د لويديځ زون د پوليسو مشر قوماندان جمعه ګل عديل وايي، له تېرو درې ورځو راهيسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي، طالبانو دولتي عسکرو ته ماتې ورکړې او اوس يې له دوو سوو زيات امنيتي ځواکونو په خپلو مرکزونو کې محاصره کړي دي.

د عديل په خبره، شاوخوا زرو طالبانو بالامرغاب ولسوالۍ کې پر دولتي ودانيو او امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي او د دوی عسکر يې په شا تمبولي او که مرکزي دولت ژر تر ژره بېړنۍ مرستې ور ونه رسوي، نو د سلګونو امنيتي ځواکونو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي او تر څنګ به يې دغه ولسوالۍ ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

د ۲۰۷ قول اردو مشر قوماندان ظفر تاج محمد جاهد وايي، چې سيمې ته يې مرستندويه ځواکونه لېږلي او هڅه کوي، چې محاصره شوي عسکر د طالبانو له منګولو وژغوري.

سره له دې کورنيو چارو وزارت پر ولايتي چارواکو بنديز لګولی، چې د حالاتو په اړه دې رسنيو سره خبرې نه کوي، مګر د لويديځ زون مشر قوماندان جنرال جمعه ګل عديل د خپلو عسکرو د محاصره کېدو خبر ورکړی او له مرکزي دولته يې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x