dr mursi2

محمد مرسي د خپلو تیروتنو قرباني شو

مصور برکت

کیدای شي چې په معاصرتاریخ کې د مصر پخوانۍ ولسمشر داکتر محمد مرسي د ټولې اسلامي نړی تر ټولو قوي او صابر مشر وي. دا په دې معنې ده چې له ډیرو سوله یزو او په زړه پورې چالاکیو څخه په استفادي یې ځان سیاسې صحنې ته راوړاندې کړ او په ډیره مدبرانه توګه یې وکولای شول چې د 2012 کال ټاکنې وګټې. که څه هم دیموکراتانو او د مصر مستبدو او مبتذلو چارواکو نه غوښتل چې نوموړی ګوند دې د قدرت پر ګدۍ کښینې خو مرسی او داکتر بدیع وکولای شول چې له څه باندې 60 کلونو اصلاحي مبارزې څخه وروسته خپل ګوند اخوان المسلمین قدرت ته ورسوي. مرسې زندانونه وزغمل، زندانونه یې مات کړل، مسلمانان یې له زندانونو خلاص کړل ځان یې هم له زندانه خلاص کړ او په ډیره میړانه او پوره دیموکراتیکه توګه یې ځان تر جمهوري ریاسته پورې ورساوه.

خو ښه مې یاد شي، چې کله په 2013 کال کې کمونستانو یې پر ضد لاریونونه پیل کړل د مرسې له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې ((مرسې په سولیزه توګه د قدرت د انتقال لپاره له محترم اوباما سره خبرې کړی دي)). د دې واک سپارلو معنې څه کیدای شي؟! آیا مرسې له خپله عزمه دومره په شا شوی و، دومره مرال یې ټیټ شوی وو چې د واک په سپارلو کې یې له اوبا ماسره هم مشوره کوله؟! ولې یې له خپل قدرته سمه استفاده ونشوای کړای، ولې داسې باید شوی وای. آیا مرسې ته د مصر د فرعونیانو خاصیت نه وو معلوم آیادی نه پوهیدی چې کله فوځ بیدون د ده له مشورې ورته 72 ساعته ضرب الاجل وټاکلو دیو ریس جمهور په توګه یې څه له وسه نه وو پوره؟ ولي یې ټول کمونستا لکه دوی چې وکړل نه و وژل؟ ولې یې فتاح سیسي په خپل لاس د دفاع وزیر وټاکلو؟ او که څوک داسې استدلا کوي چې دی به یې له دسیسونه ووخبر نو بیا خو دا دیوداسې په غم لړلي اود سیاسې وضیعیت له کبله په دسیسو کې راګیر هیواد د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره وړ کس نشې کیدای!

باید یو آمر دمادون له کارونو په پوره توګه خبر او په هرڅه یې کنټرول ولري. او که یې له دسیسو خبر وای نو ولي یې فتاح سیسې له مظاهرو وړاندې نه ګوښه کولو. ولې یې ابراهیم د کورنیو چارو دوزیر په توګه پر خپل ځای پریښی وو حال دا چې ابراهیم د فوځي دیکتاتور مبارک د کمونیستې رجیم خونړی سابقه لرونکی کس وو. له دې ټولو به ورتیر شو: چې کله دفتاح سیسي ځواکونو د جمهوري ریاست ماڼۍ کلابنده کړه ده په خپله بیانیه کې ویل چې زه تر سر تیر یم خو دخلکو د رایې له ارزښته نه تیریږم. مطلب یې هغه رایه وه چې نوموړی ورباندې دجمهوری ریاست تر څوکیۍ رسیدلی وو، نو بیا دې جناب ولې تش دیو بوټ ګزار ورباندې ونکړ. زما په آند د اخوان المسلمین د ګوند د ناکامیدو، د مصر د اوسنې دکتاتور سیسی لخوا ورباندې د ترورستانو نوم ایښوودنو، دهغوی په تور لست کې دشامیلولو، د اخوانیانو د وژلو او نورو هغو ناخوالو چې د مرسې له لاسه دې ګوند ته ورپیښ دي د ټولو مسولیت به د هغه جناب پرغاړه وي. خواوس هم لا وخت شته او تر اوسه اوبه ټولې له ورخه ندې تیرې، اخوانیانوته یوازې دوې لارې ور پاتېدې چې کیداشي خفګان یې په هیلو بدل شي.

لومړی لاره داده چې دوی ته نور د عزر او زاری کولو وخت نشته، په خپله عقیده باید ټینګ ولاړ او د زاری، بشري حقونو ته د انتظار او سولیزو لاریونو د کولو پرځای باید د بر حق جهاد لاره خپله کړي او کنه دوی به مبارزه کوي او کمونستان به یې پاڼسۍ کوي چې دا په حقیقت کې د اخوان دمشرانو له لوري د هغوی د پیروانو سره ستره جفاده چې دشنونکو په وینا اوس ددې لارې په خپلولو سره ددوی د مشکل دحل پرځای کیدای شي مشکلات یې نور هم پراخه شي دا ځکه چې دوی اوس وار له مخه له سیاسې فعالیتونو رټل شوی او که دا لاره خپله کړي نو خپله به ثابته کړي چې د کمونستانو په وینا ترورستان دي او کیدای شي ګټوره ثابته نشي.

دوهمه لاره چې کیدای شي په دې تنګ وخت کې ور ته زیاته ګټوره تمامه شي هغه داده چې دوی باید تسلیم شي. او د تسلیمدو تر څنګ د کفري دولت په چوکاټ کې و خپلې عقیدې ته د ژمن پاتیکیدو تر څنګ په پټه مبارزه وکړي ترڅو د حکومت یوه څنډه لاس ته راوړي او بیا مبارزه شدیده کړي.

خو په ټوله کې: دا ټول د اسلامي نظام له ټینګښت څخه د پښې مانه کیدو او یا هم د غربی دیموکراسی په تار د اسلامی نظام د چاربندۍ په انتظار او د الله ج د احکامو د پریښوودلو پایلې دي. که په لومړي سر کې اخوان المسلمین د اسلامی خلافت په مقصد د وسلوال جهاد په شمول له اوسنیو لارو چارو استفاده کړې وای اوس به فاسد سیسی دا جرت نه کولو چې د یو داسې اسلامی ګوند مشران او پیروان یا بندې او یاهم پاڼسۍ کړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صایم
میلمه

ټولولیکوالانواولوستونکوته اسلام علیکم ورحمةالله پورته لیکنه تایدوم خو وایی چی ماهی هروخت له اوبو راووځی نوتازه وی همدااوس دی مشر اعلان جهاد وکړی او کشران دی په هره ممکنه وصیله وی جهاد پیل کړی نو الله ج نجات ورکوونکی زات دی الله ج ناجی الله به دده ګناهونه معاف کړی اوتیروتنی بیی ورته وبښی اوددویله برکته به ټول مسلمانان کامیاب شی اونورواسلامی اوجهادی ډلوداتحاد اواتفاق سبب به وګرځی اودنورجها دی ډلوبه لاښه تربیت وکړی…. په نړۍ کی دیومؤمن نظام دراتلوپه هیله

khalid
میلمه
khalid

په زړه پوری تحلیل مو کړی ده لیکوال صاحب په اسلامی هیوادونو کی د ظالمانو، طاغوتیانو، سیکولرانو او د کفارو د ګوډاګیانو له قدرت نه د راپرځولو اوپه ځای یی د اسلامی نظام د اقامی لپاره یوازنی لیار دصلحه ایزی دعوتی او قلمی مبارزی ترڅنګ وسلواله برحقه جهادی مبارزه ده غیر لدینه په یوازی سر له یوی نه استفاده کول او له بلی نه استفاده نه کول نتیجه نه ورکوی او نه په اسلامی نظام قایمیدای شی په یوازی سر د دعوتی او قلمی مبارزه مخته وړل د رسول کریم (ص) دمکی دور پوری مربوطه ده په کوم وخت کی… نور لوستل »

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

چه خوب گفته سعدی شیرازی رح)کسانیکه زین راه برگشته اند::برفتندوبسیارسرگشته اند::خلاف پیمبرکسی ره گزید::هرگزبه منزل نخواهدرسید::مپندارسعدی که راه صفا::توان رفت جزدرپی مصطفی::

شهاب
میلمه

که چیری له لگ سوچ اوفکر سخه کار واخستل شی اوصبر اوززغم خپل کرو نو انشاآلله بری به دمومنانو وی ورونو دا اوس مونژ او تاسو شاهد یو چه په توله اسلامی نری کی دجنگ اور بل دی اوتول یو اوبل سره دگور چیجیو په شان خوری که یونیم هیواد لگ په امنیت کی دی او مونژ او تاسو هغوی هم جنگ ته تشویق کرو نو دا اوس مونژ اوتاسوگورو چه دتولو اسلامی هیوادو اسیدونکی سرگردانه درپه دره گرزی او هیس سوک هم پناه نه ورکوی تول په دریابونو کی غرق شول اولا غرقیژی تاسو وگوری د برما دمسلمانانو سه… نور لوستل »