fbpx

د صنعت هڅوني په اړه یو روایت

حامد افغان

ابو هند روایت کوي چې تمیم الداري له شام نه مدینې ته څراغونه، تیل او پړي راوړل کله چې دی مدینې ته راورسیدی هغه د جمعې شپه وه، ده خپل غلام چې ابو البراد نومیدی هغه ته یې امر وکړ، هغه پړي وتړل په هغو یې څراغونه راوځړول، په څراغونو کې یې اوبه او تیل واچول، پلتې يې په کې ولګولې، کله چې لمر ډوب شو ابو البراد ته یې امر وکړ چې څراغونه ولګوه، او هغه ولګول، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت لګیدلي څراغونه یې ولیدل ويې ویل: دا کار چا کړی دی؟ هغوی ورته وویل: یارسول الله دا کار تمیم الداري کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تا اسلام روښانه کړ الله دي ستا دنیا او اخرت روښانه کړي، که مې لور وی خامخا به مې تا ته په نکاح درکړې وه، نوفل بن حارث بن عبد المطلب وویل: یارسول الله زما لور شته مغیره بنت نوفل نومیږي، د هغې د تکاح پرې:ړه تاسو ته سپارم څنګه مو چې خوښه وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نجلۍ په هغه ځای تمیم الداري ته په نکاح کړه.

عن أبي هند قال حمل تميم الداري معه من الشام إلى المدينة قناديل وزيتا ومقطا فلما انتهى إلى المدينة وافق ذلك يوم الجمعة فأمر غلاما له يقال له أبو البراد فقام فشد المقط وعلق القناديل وصب فيها الماء والزيت وجعل فيها الفتل فلما غربت الشمس أسرجها فخرج رسول الله صلى الله عليه و سلم إلى المسجد فإذا هو يزهر فقال من فعل هذا قالوا تميم يا رسول الله قال نورت الإسلام نور الله عليك في الدنيا والآخرة أما إنه لو كانت لي ابنة لزوجتكها فقال نوفل بن الحارث بن عبد المطلب لي ابنة يا رسول الله تسمى أم المغيرة بنت نوفل فافعل فيها ما أردت فأنكحه إياها على المكان وسنده ضعيف. الإصابة لابن حجر – الصفحة أو الرقم: 4/18، تفسير القرطبي – القرطبي – ج ١٢ – الصفحة ٢٧٤.

له دې روایت نه یوه مهمه خبره ترلاسه کولی شو او هغه دا چې څراغونه په هغه معلومه طریقه لګول د صنعت یوه برخه بللی شو د هغه وخت له حالاتو سره سم په مدینه منوره کې دا ډول کار یو نوی کار او یا صنعتي پرمختګ بللی شو، او هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ انداز وستايه او تمیم الداري یې تشویق کړ، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تا اسلام روښانه کړ الله دي ستا دنیا او اخرت روښانه کړي، که مې لور وی خامخا به مې تا ته په نکاح درکړې وه.

په اسلام کې د ساینس او صنعت د اهمیت په اړه ډېري نوري لارښووني هم شته، په نورو نبوي حدیثو کې هم او داراز قراني اشارات هم شتون لري او دا زموږ د روایت کیسه په دې اړه بیخي تفصيلي ده، او د نوي صنعت د یوه ګام پورته کول په پوره تشویق سره ستایل شوی ده، په دې روایت کې د صنعت وده او د صنعتکار تشویق او هڅونه په عجیبه اندازه شوې ده او هغه داسي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که مې لور وی خامخا به مې تا ته په نکاح درکړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د