افغانستان

ننګرهار: د پوهنتون زده کوونکو خپل دملګري د خوشي کیدو په موخه مظاهره وکړه

daeth-to-amrica-protest-nangerhar

نن ټکی آسیا: نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د زده کونکو لخوا لاریون تر سره شو.
دغه لاریون کونکو د بهرنیو ځواکونو له خوا خپل د نیول شوي ملګري د خلاصون غوښتنه درلودل.
د سیمي اوسیدونکو ویلي چي نن سهار د ننګرهار پوهنتون په سلګونو زده کونکي لویو لارو ته را ووتل، او د کابل – جلال اباد لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ وتړله، او خپل د بندي ملګري د خلاصون غوښتنه یې کوله.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر په دې اړه ویلي چي دوی څلور ورځي وړاندي د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د طالبانو یو تن تمویلونکی او یو بل شکمن مخالف نیولی، خو دا یې نه دي ویلي چي په دغو کسانو کې کوم زده کونکی هم سته او که نه.
باید وویل شي چي د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د قرآن کریم د سوځولو په ضد تیره اونۍ لاریونونه تر سره شول، چي په کښي زیات شمېر لاریون کوونکي ووژل شول او ډیر شمېر نور ټپيان شول، او هم د پولیسو، ملي امنیت او امریکایانو له خوا ددغه لاریونونو ډیر ګډونوال بندي کړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x