هلمند – چاوراکي: طالبانو موسی کلا محاصره کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ چارواکي وايي چې سلګونو طالبانو د دې ولسوالي شاوخوا سنګرونه نیولي او دوی يې تر محاصرې لاندې دي.

د موسی کلا امنیه قومندان عیسی خان وايي چې نن سهار وختي شاوخوا څلور سوه طالبان د ولسوالي شاوخوا مېشت شوي چې دوی ته يې د وتلو لاره هم نه ده پرې ايښې.

نوموړی وايي چې په موسی کلا کې مېشت د اردو عسکر د دوی خبره نه مني او په خبره يې ښايي په نږدې وخت کې د دې ولسوالي د سقوط خبر ورکړل شي.

قومندان عیسی خان وايي چې مرکزي حکومت ته يې لا له اندې د مرستې ویلي و، هغوی ورسره ژمنه کړې خو لا تر اوسه عملي شوې نه ده.

د سیمې تون قومي مشر حاجي جانان پژواک خبري اژانس ته ويلي چې طالبان په کوڅو کې ارام ګرځي، لوډسپیکرونه ورسره دي او خلکو ته بې خطره لارې ور ښيي.

ویل کېږي طالبانو د ولسوالي شاوخوا نورې لارې تړلې او د ولسي وګړو د تګ – راتګ لپاره يې څو لارې بې ماینونو پرې اېښې او دوی پرې څارنه کوي.

د موسی کلا ولسوالۍ ولسوال محمد شریف خان هم د ولسوالي محاصره مني خو له نورو جزيياتو يې ډ ډه کړې، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان د ملي اردو له دریو پوستو راتېر شوي چې اوس هغو پوستو ته هم له تېښتې پرته بله لاره نه ده پاتې.

دا په داسې حال کې دی چې نن د پکتیا ولایت استازیو هم په دې ولایت کې د سید کرم ولسوالي د سقوط، د څکمنیو، احمد ابا او زرمت د بد وضعیت اړوند خبر ورکړ.

بل اړخ ته د بادغیس مسوولین هم وايي چې طالبانو په بالامرغاب ولسوالي کې سلګونه دولتي عسکر محاصره کړي دي.

یاده دې وي طالبانو د خپلو عملیاتو په نږدې میاشت وخت کې په بادغیس، پنجشير، بدخشان، فارياب، کندوز، فراه، هلمند، پکتیا، غزني، زابل او ګڼو نورو ولایتونو کې ځينې ولسوالي تر واک لاندې کړي او ځینې نورې يې محاصره کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د