کابل؛ د امريکا د سفارت ودانۍ

په کابل کې د امريکا په سفارت کې د استخباراتي ټيمونو ګڼه ګوڼه او سخت امنيتي تدابير 

نور ريښتيا پال

واک ته د اشرف غني او عبدالله له رسيدو وروسته داسې پلان تر لاس لاندې دی چې د روسيې او ايران نفوذ په ګډ حکومت کې راکم کړای شي ، او هغه اشخاص په حکومتي لوړو څوکيو کې راشي کوم چې لويديځ ته وفادار وي او د لويديځو استخباراتو سره تړاو ولري.

د پخوانۍ شمالي ټلوالې او شوری نظار غړو ته په کابينه کې د وزارتونو او نورو لوړو څوکيو نه ورکړه د همدې پلان له مخې ده .

د پخوانۍ شمالي ټلوالې او شوری نظار مشران او قوماندانان اوس د امريکايانو په دغه خطرناک پلان پوره پوه شوي دي نو ځکه یې د شنډولو لپاره پټ فعاليتونه پيل کړي دي. دوی په ډاکټر عبدالله هم خپل باور له لاسه ورکړی او داسې فکر کوي چې نوموړی د ( CIA ) له لوري تسخير او پيرودل شوی او نور دوی ته وفادار ندی.

نيږدې دوه اونۍ دمخه په پنجشېر کې د شوری نظار د قوماندانانو يوه غونډه وشوه په دغه غونډه کې يو هيئت وټاکل شو او دنده ورکړل شوه چې د شمالي ټلوالې له مشرانو سره وګوري او د خپلې راتلونکې په اړه موجودې انديښنې ورسره شريکې کړي او د يو اقدام غوښتنه ترې وکړي.

د دغې هڅو تر شا د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور تر ټولو زيات فعال دی . د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې عطامحمد نور په پرلپسې ډول له بهرنيو استخباراتو سره په تماس کې دی او زيات بهرني سفرونه لري او ډير تماسونه يې د روسيې له استخباراتي سازمانونو ( PSB ) او ( GRU ) سره دي . ( GRU ) د روسيې نظامي استخبارات او خطرناکه شبکه ده . د ايران او منځني اسيا د هيوادونو له استخباراتو سره يې هم ګرم تماسونه روان دي.

عطامحمد نور او ملګري يې په دې نظر دي چې په شمال کې د طالبانو وروستي بريدونه د دوی د قدرت د تضعيف لپاره دي او په شمال کې د داعشيانوظهور بيا روسان ، د منځنی اسيا هيوادونه او ايرانيان د خپلو ګټو پر ضد د امريکايانو يوه دسيسه ګڼې .

ويل کيږي د افغانستان لپاره د پوتين خاص استازی ضمير کابلوف په پرلپسې ډول له عطامحمد نور سره ليدنې ترسره کوي.

د عطامحمد نور او شمالي ټلوالې دغو تماسونو امريکايانو او اشرف غني ته داسې ويره پيدا کړې چې ممکن روسان د منځنی اسيا له لارې افغانستان ته اسلحه وليږدوي ، پخوانۍ شمالي ټلواله وسلواله کړي او د اشرف غني د حکومت په ضد يې د طالبانو او داعش په وړاندې له خپل ځان څخه د دفاع په پلمه اقدام ته وهڅوي.

سربيره پر دې له امريکايانو سره په افغانستان کې د خپلو تأسيساتو او ګټو د امنيت په اړه هم تشويش پيدا شوی ، له همدې امله د پخوانۍ شمالي ټلوالې او شوری نظار د څار لپاره د امريکا په سفارت کې د امريکا د بيلابيلو استخباراتي ادارو د ټيمونو ګڼه ګوڼه تر سترګو کيږي او د سفارت او خپلو نورو مهو تأسيساتو د خونديتوب لپاره يې د امنيتي تدابيرو کچه لوړه کړې او ټينګ امنيتي تدابير يې نيولي دي.

امريکايان داسې فکر کوي چې کيدای شي د شوری نظار ځينې غړي د حريفو استخباراتي شبکو په اشاره د دوی په تأسيساتو او ګټو طالبانو ته د بريدونو زمينه مساعده کړي . او استخباراتي او لوجستيکي همکاري ورسره وکړي.

ورته انديښنه د حنيف اتمر په مشری اشرف غني امنيتي ټيم هم لري ، او ځکه يې اجازه ورنکړه چې د ملي امنيت په لوی رياست کې د ډاکټر عبدالله له لوري معرفي شوي د شوری نظار غير کمونست غړي مقررشي بلکه په ملي امنيت کې يې په هغو پوستونو باندې چې ډآکټر عبدالله ته په سهم کې رسيدلي د ده له لوري معرفي شوي کمونستان قبول کړل .

د کابل ولايت لپاره د ملي امنيت رياست چې يو مهم رياست دی د ډاکټر عبدالله سهم ؤ ، ډاکټر عبدالله پلان درلود چې دغه رياست ته جنرال امان چې د شوری نظار پوخ غړی او په استخباراتي امورو کې يو مجرب شخص دی پيشنهاد کړي خو د اشرف غني امنيتي ټيم د جنرال امان د تقرری مخه ونيوله او پر ځای يې له ډاکټر عبدالله څخه د عمر پنجشيري په نامه يو پخوانۍ کمونست قبول او د کابل د ملي امنيت د رئيس په توګه يې تعين کړ.

همدغه راز يې دولت مير چې د ملي امنيت په رياست کې د رباني له دوره په لوړو څوکيو پاتې شوی او اوس د ملي امنيت د لوی رياست مشاور ؤ تقاعد او په کور کيناوه . او د کابل د ملي امنيت پخوانی رئيس جنرال اختر چې يو کمونست دی د ارګ د امنيت د رئيس په توګه مقرر کړی.

جنرال اختر حنيف اتمر ته نيږدې کس او ډير باوري ملګری يې دی.

يادو شوو واقعيتونو ته په کتو داسې معلوميږي چې افغانستان د سيمې او نړۍ د سترو او خطرناکو استخباراتي شبکو د سيالۍ په ګرم ميدان يو ځل بيا بدليدونکی دی او بيه به يې د افغانستان ځوريدلی ولس پريکوي.

او وخت به دا ثابته کړي چې دغه سيالي تر کومه ځايه رسيږي ؟ او افغانانو ته به يې پايلې څه وي ؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د