افغانستان

لښکرګاه: د بهرنیانو پر موټریز کاروان سرښندونکی برید ترسره شو

blast-in-lashkargah-helmandنن ټکی آسیا: طالبان وايي چي په دغه برید کې چي نن سهار د لښکرګاه امنیه قومندانۍ ته نیژدې د پی آر ټي پر موټریز کاروان ترسره شو، په ترڅ کې د بهرنیانو دوه عرادې کروزین ډوله موټر له منځه ولاړه، او په کښي سپاره لس تنه بهرنیان مړه او ژوبل شول.
او زیاته کړې چي پر چوک ولاړ دوه تنه پولیس هم په چاودنه کې ووژل شول.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ سرچینو ویلي چي برید خو د بهرنیانو پر موټریز کاروان تر سره شو، خو ځکه چي د هغوی موټر د مرمۍ زد وه، چندان ضرر نه دی ورته رسیدلی.
هغوی ویلي چي په د چاودني په ترڅ کې یو تن پولیس او اوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم ویلي چي د دوی عسکرو ته په چاودنه کي مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x