
له ډېر ځنډ وروسته اوباما ته د شخصي ټويټر اکاونټ اجازه ورکړای شوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د سپينې ماڼۍ يو وياند منلې، چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما په ټويټر پاڼه کې خپل شخصي اکاونټ جوړ کړی دی.
د نوي ټويټر اکاونټ له جوړيدو څلوريشت دقيقې وروسته د اوباما د پلويانو شمېر له يو لکو زيات شو.
بارک اوباما په خپل لومړي پيغام کې ليکلي، چې هيلو ټويټر زه بارک اوباما يم شپږ کاله کيږي، چې د امريکا ولسمشر يم او بالاخره ما ته د ټويټر اکاونټ د جوړېدو اجازه راکړای شوه.
د اوباما په رسمي اکاونټ د ده د پلويانو شمېر له شپږ ميلياردو زيات دی.
سپينه ماڼۍ وايي، چې د دې نوي اکاونټ له لارې به ولسمشر خپل ولس سره په اړيکه کې وي او ټول پيغامونه به په خپله ليکي.
اوباما هڅه کوي، چې خپل حکومت د امريکا په تاريخ کې تر ټولو مشهور او فعال وښيي او د دې لپاره يې د ټويټر او نورو ټولنيزو رسنيو څخه کار اخيستل اړين بللي.
اوباما په خپله تر اوسه يوازې ۶۵ کسان ځان سره ملګري کړي، چې په دوی کې د امريکا پخواني ولسمشران بل کلنټن، مشر جارج بوش او د امريکا لومړنۍ مېرمن مېشل اوباما ده.
نوموړي تر اوسه د خپل حکومت پخوانۍ بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن، د برتانيې صدر اعظم، کشر بوش او شپاړسم پاپ بينډيکټس نه دي ورسره ملګري کړي.