د نن سرلیکنه

له I.S.I سره استخباراتي تفاهمنامه زمونږ کوم مصالح تضمینوي؟!

نن ټکی آسیا – سرلیکنه: له بهرنیو هیوادونو او استخباراتي شبکوسره د استراتیژیکو او استخباراتي تړونونو د لاسلیکولو په سلسله کې دا ځل د ګډ حکومت چاروا د پاکستان له جاسوسي شبکې I.S.I سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تفاهم نامه لاسلیک کړه.

د ګډ حکومت مخالف نظره مشران لکه د نورو داخلي قضایاوو په اړه چې اختلاف نظر لري په دې اړه هم یوه خوله نه او د ځینو شنونکو په اند احتمال لري چې دا کار د ملي یووالي حکومت د پاشل کیدو لامل وګرځي .

داسې ښکاري چې د دې تفاهم نامې لاسلیکول د امریکایانو په دستور یواځې د حکومت دیوه برخوال ولسمشر اشرف غني او د هغه د امنیتي سلاکار ښاغلي حنیف اتمر په موافقه ترسره شوی وي.

د حکومت بل برخوال ښاغلی ډاکټر عبد الله او د هغه ټیم له دې معاملې څخه ناخبره ساتل شوی او همدا لامل دی چې په ولسي جرګې کې یې د ده د اړونده استازیو غوسه راپارولې.

د ښاغلي عبدالله او د هغه د ټیم نارضایتي له دې امله نه ده چې کواکي دا کار د افغانستان د ملي مصالحو خلاف دی ، بلکې هغوی په دې پاریدلي چې ولي په ټولو دا ډول ولس ضد معاملاتو کې د حکومت د مشر ترڅنګ د هغه اجرائیه مشر نظر نه غوښتل کیږي

که څه هم چې د ګډ حکومت امنیتي چارواکي د کابل اسلام اباد ترمنځ دا تفاهم نامه له امریکا سره د امنیتي تړون په څیر د افغانستان په ګټه بولي ، خو د افغان ولس په منځ کې حاکم ذهنیت او د لته ځمکني حقائق سراسر د حکومت د دې ادعا پرخلاف دي ؛ ځکه د دې استخباراتي تفاهم نامې لاسلیکول د کابل حکومت پر ټولو هغو تبلیغاتو او ادعاګانو د بطلان کرښه راکاږې کوم چې له تیرو نیږدې څلورو لسیزو راهیسې د دغه هیواد د جاسوسي شبکې پرخلاف ترسره کول او هغه یې د افغانستان په چاروکې په مداخلې تورنه وله.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشاتګ په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو احتمال رانیږدي کړی و خو ګډ حکومت د امریکایانو په دستور له هغوی سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو دا احتمال له منځه یووړ.

اوس بیا چې یو لړ سوله ییزو حرکاتو په هیواد کې د جګړو د شدت ترڅنګ د هغو د ختمیدلو احتمالات رانیږدي کړي امریکایان غواړي د ګډ حکومت لخوا د داسې ملي ضد کړنو په ترسره کولو سره هغه احتمالات هم شنډ او دلته د نیابتي جګړې تداوم ته لاره پرانیزي.

افغانستان او پاکستان د دو مسلمانو ګاونډیو هیوادونو په حیث دي ته ضرورت لري چې یو له بل سره په مختلفو عرصو کې تفاهم نامي او معاهدات لاسلیک کړي، خو له بده مرغه چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسي په استخبارتي او امنیتي مجال کې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ دومره تبلیغات یو د بل پرخلاف شوي چې اوس یې د هغوی ترمنځ د هرډول معاهداتو او تفاهم نامو امکانات ناشوني کړي.

کومه تفاهم نامه چې همدا اوس د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ شوې دا د دغو دواړو هیوادونو د ولسو د غوښتنو په اساس نه بلکې د امریکايانو د فشار په نتیجه کې یواځې د هغوی د مصالحو د تحقق لپاره شوې.

د دې تفاهم نامې تر لاسلیکولو وروسته به هم حتما دلته داسې نا امنۍ او جګړې زور اخلي لکه له امریکایانو سره د امنیتي تړون تر لاسلیکولو وروسته چې یې په کابل او د هیواد په نورو سیمو کې زور واخیست.

ځکه هر هغه کار چې د ولس د ملي ارادې او ملي منافعو پر خلاف تر سره کیږي هغه حتما د ولس له ملي مخالفت سره مخ کیږي او ولسي مخالفت د نظام په وړاندې د ولسي مقاومت لپاره زمینه سازي کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بهادر باوری

داخلی اختلافات ددی سبب شول چه افغانستان یوځل بیا دنړیوالو دسیالی ګرم میدان شی له یوی خوا دچارواکوشخصی ګټی دی او له بلی خوا ملی ګټی دی چارواکی اوس په اسانی سره دخپلو شخصی ګټو دساتلو په خاطرهرنګه ملی ګټو معاملی ته چمټو دی داځل به کوم قوی سوداګر داتجارتی معامله په غاړه واخلی ایا دغه سوداګرته به ګټه ملاو شی او که دوینو په قیمت به ورته تمامه شی دادسیاسی سوداګر کاردی چه دواړه خواوی وسنجوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x