افغانستان

يوولس پوليس د فرخندې په قضيه کې په يو يو کال بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د فرخندې د قتل څېړونکې محکمې د کابل يوولس پوليس د فرخندې په قضيه کې د خپل مسؤوليت نه اداکولو له امله په يو ــ يو کال بند محکوم کړل او اته تنه نور يې بې ګناه وګڼل.

د کابل ابتدايي محکمې مشر قاضي صفي الله مجددي د خپلې پرېکړې پر مهال وويل، چې دغو يوولسو پوليسو خپل مسؤوليت نه دی ادا کړی او دوی بايد د پارېدونکو خلکو له منګولو فرخنده ژغورلې وای.

په دغو کسانو کې د دویمې امنيتي حوزې آمر حسيب الله هم شامل دی.

د قاضي مجددي په وينا اته تنه تورن له دې امله بې ګناه ګڼل شوي، چې پر ضد يې کافي اندازه اسناد نه دي موندل شوي.

له دې وړاندې هم محکمې د فرخندې د وژنې په اړه څلور سړي په مرګ او اته تنه نور په شپاړسو کالو بند محکوم کړي دي او په هغه ناسته کې اتلس تنه بې ګناه بلل شوي وو.

ښاغلي مجددي زياته کړه، چې د ابتدايي محکمې پرېکړه وروسته پرېکړه نه ده؛ لويه څارنوالۍ او هم تورن کسان کولای شي، چې د ابتدايي محکمې پرېکړه نقض کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x