نظــر

شاباس راسموسنه! نور يې هم په شا وټپوه!

Anders-Fogh-Rasmussenدناټو عمومي منشي وايي افغان ځواکونو ښه پر مختګ کړی ځکه چې په لاریونونو کې افغان ولس د ویر په ټغر کښېنولو! دتاند ویب پاڼه وايي: ( راسموسن وویل چې د قرآنکریم دسوځېدا په اعتراض کې د افغانانو د مظاهرو په کنټرولولو کې د افغان امنیتي ځواکونواقداماتو وښودله چې افغان ځواکونو څومره پرمختګ کړی دی)

 ټول ولس ولیدل چې ګوډاګیانو افغان لاریونونه څه رنګه په خپله ولکه کې راوستل او څه رنګه یې غلي کړل! په لسګونویې په ګولیو سوري سوري کړل، دهغوی کورنۍ ،خپل او خپلوان يې دویر په ټغر کښېنول، او په سوونو يې په خپلو وینو ولړل.

که چېرې د راسموسن یا يې دانډیوالانو په کوم هېواد کې دومره کسان په لاریونونو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي وای، نو بیا به هم دوی ویاړل چې فوځونو یې پیاوړي دي؟ ښه پر مختګ یې کړی ځکه چې ولس يې ښه وډبلولو؟ ښکاره خبره ده چې که ددغه بشردښمنانو یو کس هم په کوم لاریون کې ټپي شویوای، وژل خو پرېږده، نو خامخا به یې په پېښه کې ککړ کسان دمحکمې میز ته راکشول، اودا توره سپینه به يې ورسره کوله، چې ولې یې په ولسي خلکو ډزې کړې دي؟

 مګر دافغانانو په وژلو، ټپي کولو اوځورولو بیا ویاړي! د خپلو ګوډاګیانو دښه پرمختګ او پیاوړتیا ښکلی انځور یې ګڼي!کوم څه چې ددوی دبي سارو هڅو زېږنده دي! افسوس په داسې بشر دوستۍ! افسوس په داسېنیاو او عدالت!

 په خوله خو نیواکګر او ورسره ملګري اومرستندویان يې ټول لګیا دي هر وخت سندرې وايي چې: انسانان په خپلو منځو کې سره برابر دي، هېڅ کس له بل نه ښاغلی او لوړ نه دی، مګر دعمل په ډګر کې بیا ددغه خبروڅرک نه لګېږي! له همدې ځایه هر څوک ښه پوهېدای شي چې دغه دانسانیت دښمنان! دغه دخپلواکو ولسونو دوینو زبېښونکي شرمښان! په هېڅ ډول او هېڅګله دیته نه دي تیار چېانسان ته دانسان په سترګه وګوري، انسان ته دهغه روا حقوق ورکړي، دهغه عزت او آبرو ته په درنه سترګه وګوري!

 دا دي ددغه لسو کلونو په ترڅ کې نړیوالوپه ټولیز ډول او افغان ولس په ځانګړي ډول دسر په سترګو ولیدل چې دغه نړیوال سړي خواره دځان لپاره څه رنګه ژوند غواړي او دنورو لپاره څه رنګه ژوند غواړي؟ دوی کله هم له زورېدلو او بې وزلو ولسونو سره په هغو برخو کې مرسته نه کوي کوم چې دهغوی پیاوړتیا،پرمختګ او ډاډمن ژوند ګټه رسوي، بلکې په هغو برخو کې په بې پولې او بې بریده مرستې ورسره کوي په کومو کې چې دهغوی دیني ارزښتونه، ملی ویاړونه او انساني کرامت تر پښولاندې کېږي!

 دښځو په بې پردې کولو، دځوانانو په بېلارې کولو، او په لنډ ډول له خپل دین او تاریخ سره دنویو کهولونو دغوڅ پرېکون په هکله پوره پوره مرستې ورسره کوي!

دوی تل ځان له نورو نه لوړ او دنورو برخلیک ټاکونکي بولي! ځان ته یې ددې واک ورکړی چې نور ولسونه تر خپل ژغ لاندې راولي، له ټولې نړۍ نه غواړي چې ددوی په څېر وخوري، ددوی په څېر وڅښي، ددوي په څېر واغوندي،ددوی په څېر ناسته پاسته وکوي، او که نه بیا نو یا خو ترهګر دي او یا دنړۍ له پرمختګونو، له هوسا، ډاډمن او آرام ژوند نه وروسته پاتې بې خبره خلک دي! دنړۍ په ژبه نه پوهېږي! له نړۍ سره په راکړه ورکړه نه پوهېږي!

 ټول ګوري چې دوی له ګردې نړۍ نه کله پهښکاره او کله په پټه خوله غواړي تر څو ددوی ځناورتوب ته سر کښته کړي، هر څه یې ومني،او که نه نو بیا خو کروز توغندي او بي دوه پنځوس شته!

د بې وزله ولسونو وینه تویول، او پر رواحقوقو يې خېټه اچول دنړیوالو شرمښانو آر خوی دی، په هر وخت او هر ځای کې یې ټولوته خپله داړه ماري او درنده توب په څرګنده توګه ښودلی دی، ډېر دحیرانیتا ځایدا دی چې همدغه شرمښان ځانونه دانساني ارزښتونو دژغورني ټيکه داران او مخکښانبولي!

 ددې پر ځای چې راسموسن په دغه لویه غمیزه باندې خواشیني ښودلې وای، اندېښنه یې څرګنده کړې وای، خپلو ګوډاګیانو ته یې ګوتڅنډنه کړې وای چې په راتلونکې کې دافغانانو له وینو سره دا رنګه بې پروايي ونه کوي! په دومره لویه بیباکۍ سره یې تویولو ته زړه ښه نه کړي! دا خو يې یو هم ونه کول، لا یې په شا پسې ټپوي چې ښه مو وکول، په راتلونکې کې نور هم تکړه شۍ! ښه پرمختګ مو کړۍ!

 دنړۍ په کوم قانون کې راغلي چې دتش لاساو بې وزله ولس وژل، وهل او ټکول دښه پرمختګ او پیاوړتیا نښه ده! هغه ولس چې پرې دشوي زور زیاتي له توسنه له بدې ورځې په چیغو وهلو سره له نړیوالو نه غواړي چې ددویپه کور کې دهمدوی پر ديني ارزښتونو باندې لوبو کونکو ته سزا ورکړي، ویې رټي، ددغه ځورېدلي او کړېدلي ولس غچ ترې واخلي.

دا هغه سړي خواره او ویني زبېښونکي شرمښاندي چې دانسانانو په ځانګړي ډول دمسلمانانو له کړولو، ځورولو، ټکولو، وهلو او وژلونه خوند اخلي، دشهیدانو دبدن غړي له ځان سره په خورا ویاړ ساتي! دهغوی له پاکو اومبارکو بدنونو سره یادګاري انځورونه باسي! دشهیدانو پر سپېڅلو بدنونو باندې هغه څهکوي چې یو ځناور یې هم نه کوي! نه دبوډاګانو، نه دتورسرو او نه دماشومانو پرواساتي! نه انساني ارزښتونه پېژني او نه دیني سپېڅلتیاوو ته ژمنتوب!

 راسموسن او ورسره نور راسموسنان دې ښه پوه شي چې دافغان غیرتي ولس ریښتینې بچیان به کله هم ستاسو داړمارانو او ځناوروکرغېړنتوبونه هير نه کړي! ستاسو دټولو کړو وړو بدله به پٍوره پوره در پوره کوي،تاسو که هر څو وانګیرۍ چې ستاسو وینه دنورو له وینو نه ارزښتناکه او ګران بیه ده، مګر کیسه داسې نه ده، افغان غیرتي ولس ته ستاسو وینه له هغه نه هم بې ارزښته اوارزانه ده کوم چې تاسو یې انګیرۍ، ځکه هغوی تاسو ته ستاسو دخپلو کړو وړو له کبلهله ځناورو نه هم په کمه او ټیټه سترګه ګوري، لکه څنګه چې یاستۍ، که تاسو له افغانولس سره داسې چلن کوۍ نو له دوی نه هم دا هیله مه لرۍ چې ستاسو هرکلی به دګلانو په ګېډیو سره وکوي، بلکې دهغه څه سزا به خامخا درکوي، کوم چې تاسو هره ورځ دانسانیت سپین تندی پرې داغي کوۍ!

اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x