ایل جي خپل نوی سمارټ فون نړیوالو بازارونو ته هم وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې ایل جي (LG) کمپنۍ خپل پیاوړی سمارټ فون سویلي کوریا کاروونکو او ځینو نور ځانګړو هیوادونو ته وړاندې کړ.

ایل جي کمپنۍ اعلان وکړ چې دغه کمپنۍ غواړي خپل نوی سمارټ فون چې ایل جي جي ۴ (LG G4) نومول شوی نړیوالو بازارونو ته هم وړاندې کړي.

ایل جي کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون د ایل جي جي ۳ (LG G3) سمارټ فون پر ځای کاروونکو ته وړاندې کړی و چې اوس نړیوالو بازارونو کې هم د جي ۳ (LG G3) سمارټ فون پر ځای به کاروونکو ته وړاندې کیږي.

ایل جي جي ۴ (LG G4) سمارټ فون لومړۍ د سویلي کوریا او بیا هانګ کانک، ترکیه، روسیه او سنګاپور په هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې شوی و.

د ایل جي کمپنۍ په وینا دغه کمپنۍ اوس غواړي خپل دغه پیاوړی سمارټ فون شمالي امریکا، د اسیا ځینې هیوادونه، د افریقا ځینې برخې، د اروپا ځینې هیوادونه او سویلي امریکا کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

دغه سمارټ فون د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو بیو به کاروونکو ته وړاندې شي. د ایل جي کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون بیه به د نړۍ په مختلفو برخو کې ۶۰۰ ډالره وي.

دغه سمارټ فون د دغې لړۍ مخکینی سمارټ فون څخه ډیر پیاوړی دی او ډیر اضافي ځانګړتیاوې هم لري. دغه سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۸۰۸ (SnapDragon 808) پیاوړی پروسېسر هم کاروول شوی.

د دغې سمارټ فون له ځانګړتیاو څخه ۵.۵ انچه سکرین، ۱۶ میګاپکسله پیاوړی کامره او ۸ میګاپکسله مخکینی کامره ده کوم چې د دغې سمارټ فون ارزښت نسبت نورو سمارټ فونونو ته زیات کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د