جنرال قدم شاه شهيم؛ معصوم ستانکزی

د دفاع نوماند وزیر او لوی درستیز وټاکل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې اته میاشتې ناندریو وروسته د ګډ حکومت دواړه مشران په یو وخت د دفاع وزارت لپار پر نوماند وزیر او لوی درستیز پر ټاکنه یوه خوله شول.

د ګډ حکومت اساس چې په نیم – نیم واک اېښودل شوی دی، اشرف غني د لوګر ولایت اوسېدونکی معصوم ستانکزی د دفاع وزرات لپاره نوماند وزیر نومولی او عبدالله عبدالله د بدخشان اوسېدونکی جنرال قدم شا شهیم د لوی درستیز په توګه ټاکلی دی.

د ګډ حکومت رسمي سرچينو د دې جوړ جاړي په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو پژواک خبري اژانس د یوې سرچيڼې له خولې لیکلي دي چې ډېر ژر به دفاع وزارت ته نوماند وزیر ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره ور معرفي شي او لوی درستیز به خپله دنده رسماً پیل کړي.

۵۷ کلن معصوم ستانکز د لوګر په محمد اغه ولسوالي کې زېږېدلی، د کابل د مخابراتو انسټیټیوټ يې لوستی او د کابل له حربي پوهنتونه هم فارغ شوی دی.

نوموړي تر دې وړاندې د مخابراتو د وزیر، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د امنیتي سلاکار او د سولې شورا د دارالانشاء د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.

جنرال قدم شاه شهیم بیا د بدخشان د تشکان اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۴۲ لمریز کال په تشکان کې زېږېدلی، په پاکستان کې يې حربي پوهنتون لوستی او دم ګړۍ د ۱۱۱مې فرقې قومندان دی.

یاده دې وي د ګډ حکومت له پیله نږدې اته میاشتې تېرېږي، چې د دفاع وزارت د نوماند پر معرفي به يې په دریو پړاوونو کې کابینه بشپړه شي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شیرعلی صافی
میلمه

په افغانستان کی قحط الرجال دی چی ددفاع وزارت دپاره یو ملکی سړی چی په نظامی برخه کی هیڅ کار تجربه نلری او لوی درستیز یی هم تنظمی جنرال وی نو د هیواد نه به ښه دفاع وکړی پدی اړوند یو قصه رایاده شوه چی وایی: یو کلی کی دطاعون یعنی د وبا مرض راغلی وو د کلی خلک اکثریت مړه شوی وو دکلی ملکی تر یوه شپون رسیدلی وه نور څوک نه وو پاتی د دغه شپون لور د کلی نه ډیر لری بل ځای کی واده شوی یو کال وروسته چا ورته زیر یوړ چی پلار دی دکلی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه د صافی خبره تر ډیری کچی تایدوم ، چه ټوله غلامه اداره د قحط الرجال یوه برخه ده ، دغه دوه کسان یو هم عسکری حتی نسبی زده کړه او روزنه نه لری ، د کابل پوهنتون او دهغه انستیوت ویل له یو اړخه او د هغه بل په پاکستان کی د حربی پوهنتون ویل او هغه د مهاجری په وخت کی ناممکنه او ښکرور دروغ دی وایی دغه دیګ او دغه یی ټیپر ، همدا یی د ناکامی اخری شیبی دی دوی په هغه الوتوکو کی ناست دی چه تیښته وکړی ( په خپلو کورونو کی ) دا… نور لوستل »

شهاب
میلمه

چه دمفکر یی داحال وی نو په انستیتوت والا خو یی والله که شل کری هلکه دوه داکتران ددی وطن دمشکل لپاره دحل هیس چاره نشی سنجولی دواره سره شکر په شکردی چه خبره اوس لا دی ته ورسیده چه سوارلسم پاس دی دجنگ کومانده په لاس کی واخلی دا خبره له پخوا ورانه وه هغه د دداخلی وزیر یی چه ددفاع وزیر کر کوم چه داخلی امنیت نشو تینگولی نوبیایی ددفاع وزیرکر چه دسرحداتو سخه دفاع وکری فکرکوم چه ددی وطن دالله پرده وکری چه هغه یی جور نکری لدی داکترانو مفکرانو شریدلی ده

نورالله صافی
میلمه

د هیواد د کلیدی وزارت لپاره یو ملکی وګړی ټاکل غیر عادلانه ټاکنه ده
.ولسمشر غنی یواځی په دی خوښ دی چی لومړدی د لوی چږکی واک له ده سره دی یواځی بست ګږری چی خالی دی نو یو نه یو کس ورته معرفی کوی ذهنس استدللا نشته ورسره کوم کس چی دفاع وزارت دی انوموړی کس دسولی شورا کی څه مثبته پایله وړاندی کړی چی ته پری د هیواد ساتنی ستر صلاحیت ورکوی

محمدفرهاد
میلمه
محمدفرهاد

موژ وزیر دفاع غوارو خدای دی وکری چی ستانکزی شی ولی چی دفهیم یا دبلخ یا د داکتر عبدالله په شان خاین خو به نه وی زموز سربازان بریدملان او افسران بی گناه شهیدان شول ددی خاین او بی وجدانه سیایت مدارنو له لاسه خپل بچیان یی په خارج کی زدکره کوی موژ دلته اور اخیتس د یوی دودی پیسی نشو پیدا کولی لعنت پر دوی باندی مصوم ستانکزی مو قبول دی