
کابل: ارګ ته څېرمه چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې د کابل ښار په پښتونستان واټ کې ارګ ته نږدې زوروره چاودنه وشوه.
پېښې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې سیمه د پولیسو له لوري کلابنده ده خو د امبولانسونه غږونه اورېدل کېږي.
ياده دې وي دا په کابل کې په تېرو نږدې ورځو کې نږدې اتمه بمي چاودنه ده، چې په تېرو کې يې دولتي منسوبین او بهرني عسکر په نښه شوي دي.
د کابل امنیتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
سلامونه او نیکی هلی
دنن ټکی اسیا څخه په ډیره درناوی خواهش کوم چی بی طرفه پاتی شی او دچا طرفداری دی نه کوی
مننه اشرفي صاحب