افغانستان

دقرانکریم دبې حرمتی په اړه دافغان علماوو او مشایخو پریکړه لیک:

quran-burnedنن ټکی آسیا: د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې نن  افغاني علماء کرامو او مشایخو یوه لویه غونډه وکړه، چي په کښي د هیواد تکړه دیني عالمانو، مدرسینو او مشایخو ګډون کړی وو.
دغو ټولو عالمانو په یوه خوله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د اسلام سپيڅلي دین او د الله جل جلاله سپيڅلي کلام ته سپکاوی په کلکو ټکو وغندی، او د ملي اردو او پولیسو پر ځوانانو یې ږغ وکړ چي د مجاهدینو سره څنګ پر څنګ ودریږي او د یرغلګرو امریکایانو په وړاندي مبارزه پیل کړي، او هغوی خپل د مقدسي خاوري څخه وباسي.

دغونډي وروسته د را غونډ شویو دیني عالمانو له خوا یو پریکړه لیک صادر شو، چي نن ټکی آسیا يې په خپل وار خپلو مینه والو ته کټ مټ خپروي:


دقرانکریم  دبې  حرمتی  په اړه  دافغان علماوو  او مشایخو  پریکړه لیک  :

زمونږ  مظلوم  کړیدلی  مسلمان  او مجاهد ولس  او اسلامي  امت  حتی  انسانی  باکرامت  او انصاف  لرونکی غیری  مسلماني  پرګني  نن  بیا  دداسې  عظیمي  ، دردونکي  او نه  بښونکي   جنایت  او جرم  شاهدان  دي  چې  ټول  اسلامي  امت   په  تیره  بیا  مجاهد او اتل  افغان  ا ولس  يې  بیا  په  ویراو ماتم کې ډوب کړیدی هرخواته  دقیامونو ، مظاهرو ، شهادت  او زخمي  کیدو زړه  بګنونکی او ازونه  تر غو ږ  کیږي  ، لکه  چې  ټولو ته  معلومه  ده دصلیبي  وحشي  اشغالګرو  ، بې  فرهنګ او بې وجدانه  امریکايي  او اروپايي  عسکرو لخوا په  بګرام  هوايي  اډه  کې  عمداً  او قصداً په  سلهاو و قرانکریمو نه دنبوي  احادیثو، فقهي او اسلامي کتابونو ګڼ ټوکونه، نعوذ باالله داور په لمبوکې سوزول شویدي اوپه زباله دانیوکې غورځول شو یدي (  انالله  وانا  الیه  راجعون  )  چې  افغان  مجاهدپه قران او دین  مین  اولس يې په عکس العمل کې  بازارونو ، کوڅو او سرکونوته  وتلي  دتکبیرونو ، اسلام  زنده  باد ، امریکايي  یرغلګر دې  زمونږ  له  خاوري  ووځي  په  شعارونو  ورکولو سره  دمجرمینو  دشرعي  مجازاتو  غو ښتنونکي  دي ، چې  تراوسه  ددې  مظاهرو او لاریونو په  ترڅ  کې دلاریون کونکو  په لسهاوو  تنان دیرغلګرو او دهغوی دداخلي  امنیتي  ګوډاګیان  په  ډزو شهیدان شوی ، په  سلهاوو کسان  ټپیان شوي  او په سوونو تنه  نور جیلونو ته  اچول  شوي ، په داسې  حال  کې  چې  دافغانستان  علمای کرام  او مشایخ  شهداوو ته  دمغفرت او لوړي  درجي  او ټپیانو ته  عاجله  شفا او دبندیانو  دهرڅه  ژر خلاصون  غوښتونکي  دي  او دهغوی  محترمو کورنیو ته  صبر جمیل  او اجر دارین  غواړي دپیښي  په هکله  خپله  پریکړه  داسې  اعلانو ي  :

۱ –  دغه  دردونکي  او نه  هیریدونکی مکرر تجاوز او تیری  زمونږ پرمقدساتو او مومن به  ( قرانکریم )  باندي  یو قصدي  او عمدي  او پلان  شده  عمل ګڼو  چې  هیڅکله  دعفوي  وړندی باید دهغوی  عاملین  په شرعي  مجازاتو  محکوم  او شدید برخورد ورسره  وشي .

۲ –  ملي  اردو او پولیسو ته وایو چې ستاسي  شرعي  او ملي   فریضه  او دنده  ګڼل  کیږي  چې دخپلو  وسلو او ټولو امکاناتو چې  په  خپل لاس  کې  يې  لری دخپلو  مجاهدو وروڼو  په  څنګ  کې  دصلیبي  یرغلګرو په  وړاندې  ودریږی او  هغوی دخپلې  مقدسي خاوري  نه  وباسي ، او س خو تاسو ته دیرغلګرو متجاوزینو دکفري  مقاصدو او شومو اهدافو په  وړاندې  هیڅ  شک  او شبهه  ، دلیل  ، حجت  باقي  پاتي  ندی چې  دافغان ازاد مجاهد په دین  او ناموس  باندې  مینو خلکو او دخدای جل  جلاله  په  وړاندې  پیش  کړی ، نور دکفري  صلیبي  یرغلګرو قومندي  لاندي  دتاسو خدمت  سلامي  کیدل  غیري  اسلامي  او غیري  ملي  کار ګڼل  کیږي  چې  دشرعي  شدیدو مجازاتو وړدي ، هیله ده  چې  ددنیا دوه ورځنی  عیش  او بې  غیرته  ژوند ته  په  اخروي  دایمي  ژوند باندې  ترجیح  ورنکړی.

۳ –  هغه  مجاهد عسکر ،  پولیس او صاحب  منصبان  چې دخپلو  امکاناتو  نه  په استفادي  سره  متجاوزو صلیبیانو مقابل  کې  دجهاد په  نیت  دریږي  غازي  او په  دې  لاره کې  قربانیدونکي  اشخاصو  ته  شرعا  شهید ویل  کیږي  چې انشاالله  دالله  په حضور کې به سرخرویه  او کامیاب دریږي  او دمادي  او معنوي  مکافاتو مستحق  ګڼل  کیږي  او په  تاریخ  کې  دمجاهد او ملي  اتل  په  نوم  یادیږي .

۴ –  هغه  بې غیرته  او بې ایمانه  عسکر ، پولیس  او نور …   چې  په  مظاهرچیانو  چې دشرعي  او ملي  مقاصدو او اهدافو  لپاره  لاریون  کوي  ډزي  کوي  او هغوی شهیدانوي   شرعا قاتل دکفارو همکار او ملي  خاین  ګڼل  کیږي  چې دشدیدو  شرعي  مجازاتو مستحق  دي.

۵ –  هغه  مجاهد او په دین  او وطن  ننګ  کونکو  خلکو ته  چې  په  مظاهرو او لاریونو لاس  پوري  کوي  په کلکه  پکار دي  چې  دشخصي  او ملي  شتمنیو دنقصان  رسولو نه  ډډه  وکړي  او دهغوی  حفاظت  ا وساتنه  خپله دنده  وبولی  ، یواځې  او یواځې  خپل  ټول  قهر ، غصه  او استعداد  دمجرمو صلیبي  یرغلګرو او دهغوی  دګوډاګیانو سرونو  او مالونو ته  متوجه کړي .

۶ –  دافغانستان علمای  کرام  او مشایخ  داوسني  مسلحانه  جهاد پردوام  دتاکید اوتایید په څنګ  کې  سیاسي  جهاد او فعالیت  ته  چې  دمجاهدینو  دقیادت  په  تدبیر او درایت  دشرعي  مجوز او مصالحو او ملي  ګټو په نظر کې  نیولو سره ترسره کیږي  یاپه راتلونکي  کې  به  ترسره شي  دشریعت  غرای  محمدي  صلی الله  علیه په رڼاکې اوداسلامي سیرو او تاریخ  په  بهیرکې  دهغه  عملي  نموني  په  نظر کې نیولو سره  په جواز قایل یو  هیڅ  شرعي  او ملي  مانع  په هغې کې  نه  وینو  .    

   (  ومن  الله  التوفیق  ) 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x