طالبانو د محمد مرسي د اعدام پرېکړه وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د مصري محکمې هغه محاکمه غندلې چې پکې يې د مصر پخوانی ولسمشر ډاکټر محمد مرسي او د اخوان المسلمین ځينې غړي پر اعدام محکوم کړي دي.

تېره شنبه چې د می د میاشتې ۱۶مه ورځ وه، د مصر محکمې پر ډاکټر محمد مرسي او د اخوان المسلمین پر ګڼو غړو د اعدام حکم وکړ، چې په نړیواله سطحه يې توند غبرګونونه راوپارول.

طالبانو پخپله خپره کړې اعلامیه کې دغه محاکمه غندلې او ډاکټر محمد مرسي يې د مصر قانوني ولسمشر بللی دی، دوی پر نړیوالو بشري بسنټونو غږ کړی چې د دې حکم د تطبیق مخه دې ونیسي.

«د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دغه ظالم حکم په تر ټولو کلکو ټکو غندي، د بشري حقوقو له ټولو نړیوالو او سیمه ایزو ټولنو، ملګرو ملتونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو او اسلامي کنفرانس، همدا رنګه د اسلامي نړۍ له بانفوذه اشخاصو څخه غوښتنه کوي چې ددې ظالم حکم د مخنیوي لپاره د بشري خواخوږۍ او اسلامي ورورولۍ له مخې خپل انساني او اسلامي مسولیت اداء کړي، او پرېنږدي چې د مصر کودتايي رژیم دا ډول غیر انساني او غیر اخلاقي خپلسرې کړنې تر سره کړي.»

دوی د بشري حقونو پر بنسټونو حیرانتيا ښوودلې ده او ويلي يې دي چې هغه نړیوال بنسټونه چې د حیواناتو د حقونو د دفاع نارې وهي، په دې مهمه قضيه کې يا پټه خوله یا هم بې تفاوته سوړ غبرګون ښيي.

دوی د پوښتنې په ډول پوښتي: «آیا غربي نړۍ په ځانګړي ډول امریکه به د خپل یو عادي کس په اړه دا ډول ظلم و زغملی شي؟ » وروسته پخپله ځواب ورکوي او وايي چې هیڅکله به يې هم ونه زغمي.

د اعلاميې په پای کې په عامو مسلمانانو غږ شوی چې خپل واکمنان دې اړ کړي چې د دې «ظالمانه» حکم د مخنیوي لپاره هڅې وکړي: «په دې اړه باید منصف ولسونه په ځانګړي ډول اسلامي امت او مسلمان ولسونه لارو او کوڅو ته راووزي، او خپل واکمنان مجبور کړي چې ددې او نورو ورته ظالمو حکمونو په وړاندې د خپل مسولیت احساس وکړي، او د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د