کابل – دویم تعقیب: سرتېري بريد د عدليې وزارت کارکوونکو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): ارګ ته څېرمه د عدليې وزارت د مامورینو د موټرو په پارکینګ کې سرتېري بريد د دې وزارت ګڼو مامورينو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

دغه بريد چې شاوخوا څلور نیمې بجې مازیګر مهال وشو، د عدليې وزارت مامورین له وزارت رخصت او د تګ په حال کې و.

دم ګړۍ سیمه لا هم محاصره ده او د پېښې سیمې ته د رسنیو استازي نه پرېښودل کېږي.

په تېرو نږدې ورځو کې دا شپږمه چاودنه ده، چې ګڼو بهرنیو او کورنیو امنیتي مسوولینو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

په تېرو نږدې ورځو کې دا شپږمه چاودنه ده، چې ګڼو بهرنیو او کورنیو امنیتي مسوولینو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د کابل امنیتي مسوولینو منلې چې د ارګ په څو مترۍ کې د عدليې وزارت د مامورینو د موټرو په پارکینګ کې دې بريد مرګ ـ ژوبله اړولې، خو له جزيياتو ډډه کوي.

د کابل د امنیه قومنداني د جنايي تحقیقاتو مشر فريد افضلي وايي چې تر اوسه نه ده روښانه چې دغه یو سرتېری برید و او که موټر بم حمله، خو د عیني شاهدانو په قول یو سپین رنګی ډاټسن موټر پارکنګ ته ننوتی او چاودنه يې کړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې برید د دوی سرتيري بریدګر ملګري کړی دی او په خبره يې دا د شکنجه شويو، وژل شویو او کړول شویو زندانیانو غچ دی.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد ویلي: «وروسته له هغه چې دکابل ادارې لخوا په افغان مظلوموبندیانو باندې د هیواد په مختلفوسیمو کې د غلامې ادارې داستخباراتي ارګان، دزندانونو مسئولینو، څارنوالانو او محاکمو لخوا ظلمونو زور واخيست او ګڼ شمير بندیان له ولایاتو او نور زندانونو څخه د بګرام بدنام امریکايي زندان ته انتقال شول، ګڼ بندیان په بیلابیلو برخو کې شکنجه شول، په ولایاتو کې ګن بندیان ددښمن دپولیسو او نورو ارګانونو لخوا په مرموز ډول په شهادت وروسول شول، حتی د کابل ادارې د لوړپوړو چارواکو لخوا د بندیانو دوژلو امرونه صادرشول، اسلامي امارت هم وروسته له ګڼو خبرداریو څخه وپتيله چې نور دخپلو مظلومو هیوادوالو انتقام د غلامانو څخه واخلي.»

دم ګړۍ سیمه لا هم محاصره ده او د پېښې سیمې ته د رسنیو استازي نه پرېښودل کېږي.

دم ګړۍ سیمه لا هم محاصره ده او د پېښې سیمې ته د رسنیو استازي نه پرېښودل کېږي.

د بريد ځای د ارګ په څو مترۍ کې واقع دی، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت، مرکزي بانک، د مخابراتو وزارت او ګڼې نورې دولتي ودانۍ هم ورڅېرمه موجودې دي.

طالبانو د خپلې خبرپاڼې په پای کې په دولتي عدليه ارګان غږ کړی چې «دغه ډول بریدونه چې د غلامې ادارې عدلي کارمندان دعدالت سره مخ کوي د کابل ادارې دخپلو ظالمانه کړنو انجام دی.»

په تېرو نږدې ورځو کې دا شپږمه چاودنه ده، چې د بهرنیانو په ګډون پکې دا درېیم ځل دی چې د عدليې وزارت اړوند څارنوالان او مامورین پکې په نښه کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د